د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې د ۴۵ وسله والو د وژلو ادعا کوي


د ۲۰۳ تندرقوله اردو هم په لوګر کې د ۶ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکوي.
د ۲۰۳ تندرقوله اردو هم په لوګر کې د ۶ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکوي.

افغان چارواکي وايي، د فېبروۍ پر لومړۍ نېټه په درو ولایتونو کندهار، بغلان او لوګر کې لږ تر لږه ۴۵ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو وایي، لږترلږه ۳۰ طالبان د کندهار په ارغنداب، ډنډ او پنجوایي ولسوالیو کې وژل شوي دي.

دغه راز د بغلان امنیې قومندان محمد ویس صمیمي ویلي، تېره شپه د افغان ځواکونو په دوو جلا عملیاتو کې چې د دې ولایت او کندز او د دې ولایت او سمنګان ترمنځ د لویو لارو په اوږدو کې وشول، نهه طالبان ووژل شول.

د ۲۰۳ تندرقوله اردو هم په لوګر کې د ۶ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکوي.

طالبانو په کندهارکې د افغان ځواکونو د عملیاتو په اړه ویلي، په ارغنداب کې یو روغتیا کلینک په نښه کړی و.

دغې ډلې د نورو پېښو او په ترڅ کې یې دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه د افغان چارواکو د ادعاوو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG