د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن نن د خپلې ادارې د بهرنۍ تګلارې مهمې برخې اعلانوي


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن نن د خپلې یوې وینا په ترڅ کې د خپلې ادارې د بهرنۍ تګلارې مهمې برخې اعلانوي.

بایډن وړاندې ویلي ول چې د ټرمپ ادارې د څلور کلنې تګلارې لوری به چې ''امریکا لومړۍ'' باندې ولاړه وه، واړوي او د نړۍ له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره به د امریکا اړیکې بیرته ورغوي.

د بایډن د ادارې د یوه چارواکي له قوله چې امریکایي ان بي سي نیوز او سي اېن اېن ته ‌یې خبرې کړي ویل شوي چې د بایډن وینا به پر دې راټوله وي چې امریکا په نړۍ کې کوم ځای لري.

جو بایدڼ د جنورۍ په ۲۰مه د ولسمشر په توګه د لوړې د پر ځای کولو په مهال وینا کې ژمنه وکړه چې له خپلو متحدانو سره به اړیکې بیرته سموي او د نړۍ په مسایلو کې به ډېر ښکېل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG