په پېښور کې وسلوالو د جنورۍ په ۳۰مه په يو بريد کې يو پوليس والا وژلی او بل ژوبل کړی دی.
پولیسو د جنورۍ په ۳۱مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دا پېښه د مرکزي جيل سره نيزدي پر صدر روډ بيګا ماښام هغه وخت رامنځ شوه کله چې نامعلومه وسله والو د ترهګرۍ ضد محکمې پوليسو پر اهلکارانو ډزې وکړي. بريدکوونکي په تېښته بريالي شوي دي.
وژل شوی پوليس اهکار د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) انسپکټر خوشدل خان نوميږي. د بريد ذمه واري تر دې دمه چا نه ده منلي.