د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښايي امریکا رابرټ مېلي د ایران لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکي


رابرټ مېلي
رابرټ مېلي

امریکایي چارواکي وايي، په پام کې ده چې د ولسمشر جوبایډن انتظامیه پخوانی سفارتکار رابرټ مېلي د ایران لپاره ځانګړی استازی وټاکي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د واک په موده کې د امریکا او ایران اړیکې ډېرې خرابې پاتې شوې وې او اوس نوی ولسمشر د خپلو سلاکارانو په مشوره د ایران لپاره په خپله پالیسۍ کار کوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي د جنورۍ پر ۲۸مه وویل چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به رابرټ مېلي د ایران د ځانګړي استازي په توګه ونوموي او تمه ده چې په دغه اړه رسمي اعلان نن د جنورۍ په ۲۹مه وشي.

مېلي د پخواني ولسمشر باراک اوباما د ډلې مهم غړی وو او د ایران او نړیوالو قوتونو تر منځ یې اټومي لوظنامه هم سر ته رسولې وه.

خو د ټرمپ انتظامیې په ۲۰۱۸ز کال کې له دې لوظنامې د وتلو اعلان وکړ.

ایراني چارواکي د اړیکو ښه کولو لپاره د يادې لوظنامې په عملي کولو او د بندیزونو په لیرې کولو ټینګار کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG