د لاسرسي ځای

تازه خبر

بریتانیا له متحده عربي اماراتو په پروازونو بندیزونه عملي کړل


بریتانیې په اماراتو کې معطل شویو، خپلو هېوادوالو ته ویلي چې له دغه ځایه بریتانیې ته نیغ په نیغه سفر ونه کړي،
بریتانیې په اماراتو کې معطل شویو، خپلو هېوادوالو ته ویلي چې له دغه ځایه بریتانیې ته نیغ په نیغه سفر ونه کړي،

برېتانیا د جنورۍ پر ۲۹مه له متحده عربي اماراتو د الوتکو پر نیغ په نیغه پروازونو بندیزونه عملي کړي دي.

برېتانوي چارواکي وايي، د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره یې له متحده عربي اماراتو ، برونډي او روانډا څخه پروازونه تړلي دي.

د برېتانیې ټرانسپورټ وزیر ګرانټ شپس د جنورۍ په ۲۸مه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې هغه مساپرو ته به بریتانیې ته د داخلېدو اجازه نه وي چې له يادو دریو هېوادونو راتېر شي.

له دوبۍلندن ته لار د نړیوالو سفرونو لپاره مهمه ده او د الوتکو د پروازونو په اړه د معلوماتو ورکونکې ادارې او-اې-جي ویلي دي چې روانه میاشت په دغه لار د سفر لپاره ۱۹۰۳۲۵ مساپرو خپل سفرونه پلان کړي وو.

بریتانیې په اماراتو کې ايسار پاتې، خپلو هېوادوالو ته ویلي دي چې له دغه ځایه بریتانیې ته نیغ په نیغه سفر ونه کړي او په بدلو لارو ورشي او له ورتګ سره سم ځان د ۱۰ ورځو لپاره په قرنطین کې وساتي.

برېتانوي روغتیايي چارواکي وايي چې د جنورۍ پر ۲۸مه په دغه هېواد کې نور ۲۸۶۸۰ کسان کورونا وایرس وهلي دي او په تېرو ۲۸ ورځو کې ترې ۱۲۳۹ کسان مړه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG