د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ټولنه کې د بشرپالنې روحیه په لوړېدو ده: خوستي فعالان


په خوست کې اوس هم د یو شمېر حکومتي ادارو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو په خوا کې شتمن خلک د همدې داخلي بنسټونو له لارې له غریبو او بې وزلو سره مرستې کوي.
په خوست کې اوس هم د یو شمېر حکومتي ادارو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو په خوا کې شتمن خلک د همدې داخلي بنسټونو له لارې له غریبو او بې وزلو سره مرستې کوي.

خوستي فعالان وايي، پخوا داسې فکر خور وو، چې غریبو او بې وزلو سره مرسته یوازې نړیوال مرستندویه بنسټونه او د نورې نړۍ بشرپال کسان کولی شي، خو اوس اړمنو سره د مرستې روحیه دلته هم پیاوړې شوې ده.

دوی وايي، کله چې د کرونا وبا په اوله څپه کې ځینو خلکو خپل کارونه دلاسه ورکړل، نو دوی ډېر ناهیلي ول، خو همدا مدني فعالان او ځايي ځوانان وو، چې له شتمنو يې مرستې راټولې او د اړمنو دروازو ته يې ورسولې او هغوی ته هیله مندي ورکړه.

خوستیو فعالانو یادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د کاروان په نوم د یو خیریه بنسټ د پرانیستې په څنډه کې مشال راډیو ته وکړې.

قومي مشر موساجان ځدراڼ وویل، اوس افغانانو دا نوښت وکړ او ويې ښوده چې دوی هم اړمنو ته رسیده ګي کولی شي.

د ده په وینا، دا د افغاني ټولنې یو شهامت دی، البته نورو فعالیتونو ته هم اړتیا ده، تر څو په ټولنه کې فقر او غربت له منځه ولاړ شي.

نجیب الله واثق د هغو رضاء کارو له ډلې دی، چې وتوانید، د کرونا وبا په هغه سخته څپه کې یو شمېر امریکا او اروپا میشتي افغانان وهڅوي، چې ده ته مرستې راولیږي او دی يې په اړمنو وویشي.

دوی وايي، دا د افغاني ټولنې یو شهامت دی، البته نورو فعالیتونو ته هم اړتیا ده، تر څو په ټولنه کې فقر او غربت له منځه ولاړ شي.
دوی وايي، دا د افغاني ټولنې یو شهامت دی، البته نورو فعالیتونو ته هم اړتیا ده، تر څو په ټولنه کې فقر او غربت له منځه ولاړ شي.

نوموړي وویل:"په پیل کې هغه کسان ډېر ناهیلې ول، چې د کرونا وبا له کبله يې خپل کارونه دلاسه ورکړل، خو کله چې دوی وتوانیدل مرستې ورته راټولې او دوی ته يې وسپاري، خوشاله شول ، هغوی په دې باورمند شول چې په ټولنه کې داسې څوک شته، چې ددوی خیال ورسره دی. "

د کاروان خیریه بنسټ مشر بادشاه ولي کاروان ددې بنسټ د جوړیدو موخې داسې بیان کړې:

"زموږ په وطن کې یو بدبخته جنګ روان دی، چې له کبله يې ډېرې کونډې او یتیمان لرو، چې باید مرستې ورسره وشي، د دوی شلیدلو ګریوانونو موږ وهڅولو، چې دا بنسټ جوړ کړو او له دې لارې هغوی ته رسیده ګي وکړو، د مرستې د راټولو میکانیزم مو داسې دی، چې سوشل میډیا له لارې پیغامونه خپروو او د ټولنې له شتمنو خلکو مرستې راټولو او اړمنو ته يې ویشو."

په خوست کې د ټولنیز او مرستندویه بسنټ مشر اخترګل وفا وايي، دوی څو کاله مخکې خپل فعالیتونه داسې مهال پیل کړل، چې په دې ولایت کې کوم بل خیریه بنسټ فعالیت نه لاره، خو اوس يې شمېر زیات شوي او ښیګڼه يې داده چې هېڅوک ورڅخه ناهیلي نه دي تللي.

د یادونې وړ ده، د کرونا وبا په اول پړاو کې د افغانستان د نورو سیمو په شان خوست کې هم د شتمنو او مالدارو خلکو لخوا زرګونو خلکو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وشوې.

په خوست کې اوس هم د یو شمېر حکومتي ادارو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو په خوا کې شتمن خلک د همدې داخلي بنسټونو له لارې له غریبو او بې وزلو سره مرستې کوي.

XS
SM
MD
LG