د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالو ماهرینو د کورونا رېښې معلومولو لپاره په چین کې کار پیل کړ


د روغتيا نړيوالې ادارې د ماهرينو ډله په اوهان ښار کې موټرو ته خېژي
د روغتيا نړيوالې ادارې د ماهرينو ډله په اوهان ښار کې موټرو ته خېژي

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ايچ او) د ماهرینو یوه ډله د چین په ووهان ښار کې د قرنطین وخت پوره کولو وروسته د کورونا وایرس رېښې د معلومولو په اړه د حقایقو موندنې کار پېل کړی دی.

کورونا وایرس لومړی د ۲۰۱۹ کال په دیسمبر کې په ووهان کې مخې ته راغلی وو چې وروسته په ټوله نړۍ کې خپور شو.

دغه څیړونکي چې چین ته تر رسېدو وروسته ۱۴ ورځې قرنطین وو، د جنورۍ پر ۲۸مه ولیدل شول چې له خپل هوټله ولاړل او موټرو ته وختل. دا لا نه ده واضحه چې هغوی چېرته روان وو.

تمه کېږي چې هغوی به یوه میاشت په ووهان کې تېره کړي. د ډبلیو ايچ دغه مشن وار له مخه د ځنډ ښکار شوی. د دې تر څنګ په چین کې د چارواکو لخوا مالوماتو ته د لاسرسي د محدويديتولو په اړه هم اندېښنې موجودې دي.

د دې ډلې د دورې لپاره د شرطونو ټاکلو او د چین حکومت لخوا د هغو تورونو ردولو په سر په بیجنګ تنقید کېږي چې ګواکې دغه وایرس لومړی په کوم بل ځای کې پیدا شوی وو.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ. له هغه راهیسې دې وایرس ناروغۍ په ټوله نړۍ کې له دوه ميليونو څخه ډېر خلک وژلي او له سلو میلیونو څخه زیات خلک یې ناروغه کړي دي.

تر اوسه دا پوښتنې لا بې ځوابه پاتې دي چې دا وایرس له کومې راغی او څنګه انسان ته ولګېد؟ په لومړیو کې داسې ګومان کېده چې دا وژونکی وایرس له ځناورانو انسانانو ته لګېدلی دی خو اوس ماهرین فکر کوي چې کېدای شي دې وبا ته د ووهان په مارکیټ کې وده ورکړل شوې وي.

په همدې حال کې په نړۍ کې د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره بېلابېل واکسين هم جوړ شوي دي. په دوی کې د امریکې، جرمني، برتانيه، روس، چين او هند کمپنيوو له خوا جوړ شوي واکسين خلکو ته د لګولو چارې روانې دي.

پاکستان کې د کورونا چینايي واکسین ازموینې درېیم پړاو پای ته په ورسېدو دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:49 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG