د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا نویو قسمونو د دې وایرس د لا خپرېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي


د کورونا وایرس نویو قسمونو د دې وایرس د خپرېدو د لا ډېر خطر په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې د واکسین ترلاسه کولو هڅې زیاتې شوي او د دغه وایرسه د مړو شویو شمېر هم په زیاتېدو دی.

روغتیایي ماهرینو په ځانګړي ډول په برتانیا، جنوبي افریقا او برازیل کې د دې وایرس د نویو بڼو په اړه اندېښنې ښودلې دي چې اوس د نړۍ نورو هېوادونو ته هم رسېدلی دی.

ویل کېږي، دغه نوی قسم تر لومړني وایرس څخه د خپرېدو زیاته وړتیا لري
ویل کېږي، دغه نوی قسم تر لومړني وایرس څخه د خپرېدو زیاته وړتیا لري

د کورونا دغه دریو واړو قسمونو په اړه ویل کېږي چې او له دې سره به په روغتونونو او د صحت پر انتظاماتو لا بوج زیات شي چې له وړاندې څخه زیات کار سره مخامخ دي.

په برتانیا کې د دغه نوي قسم له کبله د وایرس یو نه بل ته لګېدل زیات شوي او د مړینې کچه هم په داسې مهال زیاته شوې ده چې د هغه هېواد زیاتره برخو کې ټولبند عملي دی، او خلکو ته په کورونو کې د پاتېکېدو ویل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG