د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا ولسمشر جو بايډن د ناټو مشر سره د افغاستان په اړه غږېدلی


د امریکې ولسشمر جو بايډن په خپل دفتر کې
د امریکې ولسشمر جو بايډن په خپل دفتر کې

د ناټو جنرل سیکټري ینس ستولتنبرګ د امریکايي ولسمشر جوبایډن سره په ټيليفون د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

په دې ټېلېفوني خبرو کې چې د جنورۍ پر ۲۷مه شوې، ینس سټولټنبرګ بایډن ته د امریکا د ۴۶م ولسمشر په توګه مبارکي هم ورکړه.

امریکایي ولسمشر جوبایډن پر خپله ټویټر پاڼه په خپره شوې ویډیو کې سټولټنبرګ ته له ناټو سره د امریکایي اړیکو پر مضبوطولو ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې راتلونکې میاشت په برسلز کې د ناټو دفاع وزیرانو غونډه ده. تمه ده چې دې غونډه کې ناټو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د موجودګۍ په اړه پرېکړه وکړي.

امریکا له طالبانو سره د تېرکال فرورۍ په تړون کې منلې ده چې خپل ټول ځواکونه به له افغانستانه وباسي خو د جو بایډن په مشرۍ نوې اداره غواړي چې دې تړون ته بیا کتنه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG