د لاسرسي ځای

تازه خبر

 ننګرهار: د داعش دوه غړي نیول شوي


د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، په یادو عملیاتو کې ولسي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، په یادو عملیاتو کې ولسي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.

د ننګرهار چارواکي وایي چې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د اچین ولسوالۍ پېښې خوړ سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د ګلاب او مسعود په نومونو دوه تنه د داعش غړو په تور نیولي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د جنوري پر ۲۶ مه رسنیو ته وویل چې له نیول شویو کسانو څخه یو. میل کلاشینکوف، دوه شازورونه او یو کړۍ لاسي بم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د خوږیاڼي په خبره په یادو عملیاتو کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG