د افغان پوځ د ۲۰۳ تندر قول اردو د رسنيوو د څانګې مشر، ايمل خان مومند د جنورۍ په ۲۵مه مطبوعاتو ته په لېږلي غږيز پېغام کې ويلي چې تېره شپه طالبانو د غزني ولايت د قرهباغ ولسوالۍ اړوند د «چوک زردالو» سیمه کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په پوستو ډلهییز بریدونه وکړل چې په پايله کې یې ۱۳ طالبان وژل شوي او د یوه ډلمشر په ګډونیې ۹ تنه ټپيان شوي.
د مومند په وینا د افغان ځواکونو د متقابلو بریدونو په پایله کې دغهراز یو اندازه وسلې او مهمات او د څو تنو طالبانو جسدونه چې د جګړې په ډګر پاتې و د دفاغي ځواکونو لاسته ورغلي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د یوه بل خبر له مخې د افغان پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه طالبانو د دې ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې د درېیمې لوا د کمانډو د درېیم کنډک پوځیانو هغه په شا وتمبول او د نښتو په پایله کې ۱۱ طالبان ووژل شول او ۶ نور یې ټپیان شول.