د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې لټه کې دی چې له روس سره د نوي پیل په نامه د اټومي وسلو محدودلو تړون تر پنځو کلونو وغځوي.
د اټومي وسلو قابو کولو په اړه د دې تړون موده د راتلونکې فیبرورۍ میاشتې په پیل کې ختمېږي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د جنورۍ پر ۲۱مه ویلي چې ولسمشر جو بایډن له ډېرې مودې راهیسې په دې نظر دی چې دا تړون د ملي امنیت په برخه کې د امریکا په ګټه دی، په تېره بیا په داسې وخت کې چې له روس سره د امریکا اړیکې د پخوا غوندې کړکېچنې دي.
دا د اټومي وسلو د مخنیوي په اړه د امریکا او روس ترمنځ وروستی پاته تړون دی.