د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق کې په دوو ځانمرګو بريدونو کې ۲۸ کسان وژل شوي


 امنیتي چارواکي وايي، ځانمرګي بريدګر ځان ناروغ اچولی و او مارکېټ ته له ننوتو سره سم چې کله خلک ورباندې ورټول شول نو ځان ته يې چاودنه ورکړه.
امنیتي چارواکي وايي، ځانمرګي بريدګر ځان ناروغ اچولی و او مارکېټ ته له ننوتو سره سم چې کله خلک ورباندې ورټول شول نو ځان ته يې چاودنه ورکړه.

د عراق په سرښار بغداد کې په دوو غبرګو ځانمرګو بريدونو کې لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي دي.

د عراق د کورنيو چارو وزارت وايي چې د جنورۍ ۲۱مه د ښار تياران څلورلاره کې شويو بريدونو کې لږ تر لږه ۷۳ کسان ژوبل شوي هم دي.

د وزارت وياند يحيا رسول په وينا لومړي ځانمرګي بريدګر ځان ناروغ اچولی وو او د استعمالي توکو خلاص بازار ته له ننوتو سره سم چې کله خلک ورباندې ورټول شول نو ځان ته يې چاودنه ورکړه.

وروسته چې خلک د لومړۍ چاودنې له ژوبلو سره د مرستې لپاره ورټول شول نو دويم ځانمرګي بریدګر هم پر خپلځان تړلي باروت والوځول.

روغتيايي سرچينې ویره لري چې مرګ ژوبله له دې زياتېدای شي.

له دې وړاندې په بغداد کې وروستی ځانمرګی بريد د ۲۰۱۹ز کال په جون کې شوی و چې يو شمېر کسانو ته يې مرګژوبله اړولې وه.

د ننني بريد مسوليت د مګړی چا نه دی منلی، خو له دې وړاندې هلته اسلامي دولت وسله والې ډلې دا ډول بريدونه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG