د لاسرسي ځای

تازه خبر

غني او عمران په جلا جلا پیغامونو کې بایډن ته مبارکي وویله


ښي اړخ ته د پاکستان وزیر اعظم عمران خان او کین اړخ ته د افغانستان ولسمشر اشرف غني. ارشیف ـ انځور
ښي اړخ ته د پاکستان وزیر اعظم عمران خان او کین اړخ ته د افغانستان ولسمشر اشرف غني. ارشیف ـ انځور

د پاکستان وزيراعظم د امريکا ولسمشر جو بايډن ته د مبارکۍ په پيغام کې ويلي چې له هغه سره د تجارت، اقتصادي راکړې ورکړې او د اقليمي بدلون له لارې د دواړو هېوادونو تر منځ پياوړې همکارۍ ته ليواله دی.

عمران خان د جنورۍ پر ۲۰مه په خپل ټويټ کې د امريکا او پاکستان تر منځ د عامې روغتيا، اداري فساد د مخنيوي او په سيمه کې د امن پر پراختيا هم ګډ کار کولو ته ليوالتيا ښودلې ده.

بلخوا د افغان ولسمشر په ګډون بېلابېلو افغان چارواکو هم جوبايډن د امريکا د ۴۶م ولسمشر پر منتخبېدو مبارکي ويلې ده.

ولسمشر اشرف غني د جنورۍ پر ۲۰مه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په دې سختو شېبو کې افغانستان له خپل اصلي شریک امريکا سره په داسې حال کې څنګ په څنګ درېږي چې دغه هېواد يو خوا له افغانستان سره د سولې په برخه کې خپله همکاري بيابحالوي او بلخوا د ترهګرۍ له څو اړخیزو ستونزو سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره څنګ پر څنګ درېږي.


د ډيموکراټ ګوند جو بايډن د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ پر درېيمه شويو ولسمشريزو انتخاباتو کې خپل ريپليکن سيال او د هغه وخت ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته ماتې ورکړې وه او د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه يې په واشنګټن ډي سي کې د خپلې څوکۍ لوړه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG