افغان ځواکونو په هلمند کې د طالبانو پر یوه زندان له عملیاتو وروسته ۲۷ کسان خوشې کړي دي.
د افغانستان دفاع وزارت د جنورۍ ۲۱مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې ځانګړو کمانډو ځواکونو تېره شپه د هلمند ولایت "نهرسراج" ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه زندان عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې د یوه پخواني پوځي په ګډون ۲۷ کسان خوشې شول.
دفاع وزارت زياتوي چې له دغو زندانیانو سره چې نه دي ویل شوي هغه څوک دي، د طالبانو له لوري د اسلامي اصولو او بشري حقونو خلاف بد چلند شوی، سخت شکنجه شوي او ځورول شوي ول.
د خبرپاڼې له مخې د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د زندان یو ساتونکی وژل شوی او یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.