د پاکستان پوځ وايي چې د بالسټیک توغندي کاميابه ازموینه یې کړې چې د اټومي وسلو وړلو توان لري او تر ۲۷۵۰ کیلومېټره لرې هدف په نښه کولای شي.
د پوځ مطبوعاتي څانګې د جنورۍ پر ۲۰مه په يوه بيان کې وويل چې د دې ازموینې هدف د شاهین درې له یوې سطحې څخه تر بلې سطحې پورې د بیلیسټیک توغندي "مختلف ډیزاین او تخنیکي پیرامیټرې له سره باوري کول وو."
د جواينټ چيفس اېف سټاف کمیټۍ مشر جنرل ندیم رضا شاهد په دې موقع وويل چې "د پاکستان د ستراتیژیک وړتیا هدف د هېواد حاکمیت پر وړاندې د هر ډول یرغل مخه نیول دي".
د شاهین III لومړۍ ازموینه په ۲۰۱۵ز کال کې شوې وه.