د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوږیانیو کې چاودنو درې تنه ژولي، اووه ژوبل


د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې په چاودنو کې درې تنه وژل شوي او اووه تنه ژوبل دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د جنورۍ پر ۲۰مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د خوږياڼو ولسوالۍ په ابکو سیمه کې له غرمې وروسته یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې چې له امله یې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاتوي چې دویمه ماين چاودنه هم د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند ډنډو سیمه کې شوي چې له کبله یې دوه تنه ولسي وګړي وژل شوي او د دوه مېرمنو په ګډون یې څلور تنه ټپیان کړي.

د یادو پېښو ذمه واري چا نه دی منلی خو د ننګرهار چارواکي یې د وسله والو طالبانو کار بولي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG