د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین د ټرمپ ادارې پر ۲۰ چارواکو بندیزونه لګوي


چین وايي د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادارې تر شلو زیاتو چارواکو باندې چې پکې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پامپیو او د کابینې غړي هم شامل دي، بندیزونه لګوي.

چین د بندیزونو لامل د هېواد د خودمختارۍ سرغړونه ښودلې ده.

د چین بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۰مه دا اعلان په داسې حال کې وکړ چې جو باېډن د نوي ولسمشر په حیث لوړه وکړه.

د بایډن نوې انتظامیې پتیلې چې د چین پر وړاندې به یې پالیسي سخته پاتې شي ځکه چې دغه هېواد د ټرمپ د څلور کلنې دورې په ترڅ کې له امریکا سره په بېلا بېلو اقتصادي شخړو کې ښکېل وو.

د ټرمپ ادارې په تایوان، تبت، هانګ کانګ، او د سویلي چین سمندر په سیمه کې د فعالیتونو او په سنکیانګ کې د تګلارو په وجه پر چین بندیزونه لګولي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG