د لاسرسي ځای

تازه خبر

د علي وزیر او ملګرو اورېدنه یې ۲۷م جنورۍ ته شوه


علي وزیر په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته د وینا پر مهال: ۲۰۱۸، ۸م اپرېل
علي وزیر په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته د وینا پر مهال: ۲۰۱۸، ۸م اپرېل

په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو مخکښ او د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر او د غورځنګ د نورو نيول شويو غړيو پرضد د جنورۍ پر ۲۰مه (نن) په زندان کې دننه د مقدمې اورېدنه وشوه.

د علي وزیر او پي ټي اېم د نورو نيولو غړو وکیل قادر خان اېډوکېټ مشال ريډيو ته وويل چې پوليسو د دسمبر پر ۶ مه په سهراب ګوټ کې د پي ټي اېم غونډې ته د علي وزير او نورو غړیو د ويناګانو د ژباړې رپوار عدالت وړاندې کړ.

د کيس اورېدنه ۲۷ مې جنورۍ ته وځنډول شوه.

علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه د پېښور پولیسو هغه مهال ونیولو کله چې نوموړي د ارمي پبلیک سکول د خونړۍ پېښې اتم تلین لمانځغونډې ته ورغلی وو.

د پېښور پولیسو ویلي ول چې علي وزیر یې د سیند صوبې د پولیسو په غوښتنه تر ګرفتارۍ وروسته هغوی ته سپارلی دی.

د سیند پولیس وايي، علي وزیر د ډېسېمبر پر شپږمه په کراچۍ کې د غورځنګ جلسې پر مهال د ریاست پر ضد وینا کړې وه خو غورځنګ دا تور ردوي. د غورځنګ نور غړي د ډېسېمبر پر ۱۸مه له هغې وروسته نیول شوي‌ ول چې د علي وزیر د نیول کېدو پرضد یې په کراچۍ کې احتجاج کولو.

پر دوی هم د رياست پرضد د بغاوت مقدمې درج شوې دي. پي ټي اېم دغه تورونه ردوي او وايي چې دوی په خپلو سيمو کې د امن راوستو لپاره سوله ييزه مبارزه کوي.

بلخوا د ډېره اسماعیل خان عدالت په سېشنبه د پښتون ژغورنې غورځنګ يو بل مخکښ ډاکټر سید عالم مسید په سفري ضمانت ټانک پولیس ته وسپاره. د ټانک پوليسو نوموړی د جنورۍ پر ۱۸مه په ډېره اسماعيل خان کې ګرفتار کړ.

د ټانک پولیس اېس پي انوسټیګېشن تجمل خان وايي، چې ډاکټر سید عالم ورته د ریاست خلاف بغاوت په دوو مقدمو کې مطلوب و، خو د سید عالم یو وکیل اسد عزیز د پي ټي اېم غړیو خلاف مقدمې ناقانونه بولي.

XS
SM
MD
LG