د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاملا هېرس څوک ده؟


کماله هارېس
کماله هارېس

کاملا هېرس، لومړنۍ هندۍ-افریقايۍ ټبرې ده چې د امریکا مرستیال ولسمشره توګه د وفادارۍ لوړه کوي.

هغه څوک ده او کوم سیاسي او ټولنیز کارونه‌یې کړي دي؟

کاملا هېرس ۵۶ کلنه ده. هغې په ۲۰۱۷ م کال کې د امریکا سېنېټ ته لاره وموندله. مور یې هندۍ او پلار یې جمیکايی دی.

مور یې شیملا ګوپالا په بریتانوي هند کې زېږېدلې وه او ژیولوژیسته وه. هغه د لوړو زده‌کړو لپاره امریکا ته ولاړه او په برکلې پوهنتون کې یې خپلې زده‌کړې کړې وې.

یو شمېر هندي ټبرو د کماله هارېس بریا ولمانځله.
یو شمېر هندي ټبرو د کماله هارېس بریا ولمانځله.

د کاملا پلار ډانلډ هېرس هم په ۱۹۶۱ م کال کې له جاماییکا څخه کالیفورنیا ته ولاړ او په همدې پوهنتون کې د اقتصاد محصل او وروسته په ستانفورډ پوهنتون کې استاد شو.

مخکې له دې چې کاملا هېرس د امریکا سېنېټ غړې شي، ۲۵ کاله‌ یې په کلیفورنیا کې د څارنوالې په توګه کار وکړ تر هغې چې د دې ایالت لویه څارنواله شوه.

د ۲۰۲۰ م کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې هغه د ډیموکراټ جو بایډن د مرستیالې په توګه رامخې ته شوه. د نومبر میاشتې د درېیمې نېټې په انتخاباتو کې له بري پس هغې په یوه غونډه کې خپلو ملاتړو ته وویل: "هره وړه نجلۍ چې موږ ویني، ګوري چې امریکا د فرصتونو هېواد دی. د خپلو بچیانو نوغ یا جنسیت ته له پام پرته وایم چې زموږ هېواد تاسو ته یو روښانه پیغام لري؛ له لوړو هیلو سره ارمانونه ولرئ. خپل ګامونه په ټینګ هوډ پرمخ یوسئ او خپلځان په یو داسې لاره کې وګورئ چې نور ښايي په اسانه ورونه‌رسېږي، ځکه مخکې یې هېڅکله د هغې تصور نه ‌دی کړی. خو په دې پوه شئ چې موږ به په دې لاره ستاسو د هر ګام ستاینه وکړو."

کماله هارېس
کماله هارېس

کاملا هېرس په وروستیو کلونو کې د ډیموکراټ ګوند له مخکښو سیاستوالو څخه وه. هغې په د ۲۰۲۰ م کال کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره په ګوندي ټاکنو کې هم ځان کاندید کړ، خو دا چې زیات ملاتړ یې راخپل نه‌کړای شو له سیالۍ ووتله.

کاملا په سانسکریت کې د یو ګل نوم دی.

د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي سره له چې په څرګنده ‌یې د ډانلډ ټرمپ ستاینه کوله، له ځنډ پرته‌ یې د کاملا بریالیتابه ته مبارکي ورکړه او په خپل ټویټ کې یې ولیکل چې دا بریا د ټولو هندي ټبرو امریکایانو لپاره لوی ویاړ دی.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي
د هند صدراعظم نرېندرا مودي

د جمیکا وزیر اعظم هم د کاملا هېرس بریا د دې هېواد او سیمې ویاړ وباله.

انډریو هولنیز ویلي، کاملا هېرس لومړنۍ ښځه ده چې په امریکا کې د ولسمشر د مرستیالې په توګه انتخابېږي او دا چې پلرنی ټاټوبی یې جمیکا دی، دا خبره د دې هېواد خلکو ته ویاړ دی.

کاملا هېرس د ټرمپ او د هغه د ادارې له سر سختو منتقدانو څخه وه او په سېنېټ کې د خپل سخت دریځ په لرلو پېژندل کېده.

جو بایډن چې د لوړې پر مهال ۷۸ کلن دی، د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ډېر عمر لرونکی ولسمشر ګڼل کېږي. هغه تر اوسه نه‌ دي ویلي چې په ۲۰۲۴ م کال کې د ولسمشرۍ د بلې دورې لپاره کاندیدېږي که نه.

که بایډن د بلې دورې لپاره کاندید نه ‌شي ښايي، لاره کاملا هېرس ته پرانیستل شي چې څلور کاله وروسته د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ولسمشرۍ د څوکۍ د کاندیدې په توګه ګډون وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG