د لاسرسي ځای

تازه خبر

جو بایډن نن د امریکا ۴۶ م ولسمشر په توګه لوړه کوي


جو بایډن
جو بایډن

د امريکا په تاريخ کې يو د تر ټولو زیاتو جنجالي ټاکنو او واک سپارلو تر پړاونو وروسته ټاکل شوې چې د ډېموکراټ ګوند جو بایډن نن د جنورۍ پر شلمه غرمه مهال په کانګرس ودانۍ کې د امریکا د ۴۶ م ولسمشر په توګه لوړه کوي.

۷۸ کلن جو بایډن به تر لوړې وروسته مستقيم سپينې مانۍ ته ځي چې د ډانالډ ټرمپ ځای ونیسي.

د جو بایډن د لوړې په مراسمو کې ډانلډ ټرمپ ګډون نه کوي. دا په تېرو څه باندې یو نیمو سلو کلونو کې لومړی وار دی چې تلونکی ولسمشر د خپل ځایناستي د لوړې په مراسمو کې ګډون نه کوي.

د بایډن د لوړې په مراسمو کې به پخواني ولسمشران جورج ډبلیو بوش، بیل کلنټن او بارک اوباما ګډون کوي.

د ولسمشر ډانلډ ټرمپ مرستيال مايک پېنس ويلي دي چې هغه به هم په دغه مراسمو کې ګډون کوي. هم نن به ۵۶ کلنه کامله هيرېس د امريکا د مرستيالې ولسمشرې په توګه د خپلې څوکۍ لوړه وکړي. دا به هم لومړې وار وي چې يوه ښځه او هغه هم د بل رنګ به د امريکا د مرستيالې ولسمشر څوکۍ سمبال کړي.

په پلازمینه واشنګتن ډي سي کې د لوړې د مراسمو د امنیت لپاره زرګونه عسکر ځای پر ځای شوي دي.

امریکايي چارواکو تر هغه وروسته په پلازمینه کې امنیتي تدابیر زیات کړل چې د جنورۍ پر شپږمه د مظاهرو پر مهال خلک د کانګرس په ودانۍ ور ننوتل.

د پولیسو او بریدګرو په نښتو کې یو پولیس او څلور نور کسان وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG