د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکایان دې د بایډن ادارې بريالیتابه ته دعا وکړي: ټرمپ


د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ

د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر امريکايانو ټينګار کړی چې د راتلونکې منتخب ولسمشر جو بايډن ادارې برياليتابه ته دې دعا وکړي.

ټرمپ د جنورۍ پر ۱۹مه(پرون) د سپينې مانۍ لخوا خپاره شوي مخه ښه ويډيويي پيغام کې د خپلې څلور کلنې دورې يادونه هم وکړه چې د ده په وينا بريالۍ وه.

هغه زياته کړه چې دا اوونۍ دوی د يوې نوې ادارې پرانيسته کوي او د امريکا د خوندي او خوشحاله ساتلو لپاره يې برياليتوب ته دعا کوي.

ټرمپ په دې ويډيو کې د خپل ډيموکراټ سيال بايډن نوم وانخيست. نوموړي هڅه کړې (د ۲۰۲۰ز کال) د نومبر درېيمې ولسمشريزو انتخاباتو کې د بايډن په مقابل کې خپله ماتې ونه مني او له شواهدو پرته يې ادعا کړې چې له ده څخه رايې غلا شوې دي.

د امريکا بېلا بېلو عدالتونو دغه ادعاوې په لسګونه ځله رد کړې دي او د دې هېواد په سپريم کورټ کې هم د ولسمشر ټرمپ د قانوني ډلې لخوا ور وړل شوې ادعا دوه ځله ناکامه شوه.

ټرمپ دا هم ويلي چې د دود برخلاف به نن (د جنورۍ پر ۲۰م) د جوبايډن د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو کې ګډون نه کوي. د امريکايي چارواکو په وينا د بايډن د لوړې نننيو مراسمو لپاره يې ټول انتظامي او امنيتي تدابير نيول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG