امریکا او جرمني په روس کې د حکومت مخالف سیاستوال الیکسي ناوالني نیول غندلي دي.
۴۴ کلن ناوالني چې له تېرې اګسټ میاشتې راهیسې په جرمني کې تر درملنې لاندې وو، د اتوار پر ورځ (پرون) د مسکو هوایي ډګر ته له رسېدو سره سم پولیسو ونیاو. د اخبره د هغه دوو ملګرو په ټویټونو کې کړې او ویلي یې دي چې ناوالني د خیمکي ښارګوټي کې یوې تاڼې ته وړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یوه بیان کې د ناوالني د "بېقیده او شرطه" خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
پومپیو د ناوالني د نیولو په اړه د امریکا اندېښنه په ډاګه کړې او دا ګام یې د ناوالني او نورو هغو څېرو د غږونو غلي کول بللي چې د روس پر حکومت نیوکې کوي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس هم د ناوالني نیول غندلي او د هغه د زغرده پرېښودو غوښتنه یې کړې ده.
د امریکا د منتخب ولسمشر جو بایډن ادارې هم چې د شورو/چارشنبې په ورځ کار پیلوي، د ناوالني د خوشې کېدو غوښتنه کړې.