د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي ضلعو په کالجونو کې مازیګرنۍ زده کړې پیلوو: بنګش


کامران بنګش زیاته کړه چې له هم دې کبله دوی پرېکړه کړې چې په مازیګري کې هم د زده کړو ورکړه پیل کړي.
کامران بنګش زیاته کړه چې له هم دې کبله دوی پرېکړه کړې چې په مازیګري کې هم د زده کړو ورکړه پیل کړي.

د خيبر پښتونخوا حکومت اعلان کړی دی چې د راتلونکي تعليمي کال له پیله به د قبایلي‌ ضلعو په کالجونو کې مازیګر وخت هم زده کړې ورکوي.

حکومت وايي دا پرېکړه یې ځکه کړې ده چې په دې ضلعو کې د کالجونو د موجودو څوکیو تر شمېر د زده کوونکو له خوا زیات درخواستونه ورکړل شوي دي.

دا خبره د لوړو زدکړو لپاره د خيبر پښتونخوا د وزیر اعلا سلاکار او د اطلاعاتو وزير کامران بنګش د جنورۍ پر ۱۶مه مشال راډیو ته وکړه.

ده وویل چې په قبایلي ضلعو کې د نویو کالجونو جوړولو لپاره پیسې بېلې شوې دي خو د دې کالجونو جوړول به وخت اخلي.

کامران بنګش زیاته کړه چې له هم دې کبله دوی پرېکړه کړې چې په مازیګري کې هم د زده کړو ورکړه پیل کړي.

خو پوښتنه دا ده چې د سهار تر څنګ په مازیګر کې د زده کړو ورکولو لپاره استادان شته او که نه؟

کامران بنګش په دې اړه وویل، "د دې ستونزې د هواري لپاره د مخصوصې مودې لپاره – اډهاک - استادان اخلو او د هغه لپاره مو په سمدستي توګه په ځايي‌ کچه د اتیا زرو روپیو په تنخا د استادانو د اخیستو پريکړه وکړه."

کامران بنګش وویل چې دا استادان به له معیار سره سم د مقابلې ازمینو له لارې اخیستل کېږي.

ده زیاته کړه، "په مستقله توګه د استادانو د کمښت پوره کولو لپاره موږ د ۱۹۰۰ ليکچرارانو اخيستو کار پیل کړی دی، د خزانې صوبايي وزارت موږ ته د دې لپاره د پیسو منظوري راکړې ده او موږ پبلک سروس کميشن ته هدایات ورکړل چې دا لیکچراران زر واخلي."

د خيبر د تعليم د څانګې ضلعي مشر نثار محمد خان وويل چې له دې حکومتي پريکړې سره به په قبايلي ضلعو کې د لوړو زدکړو پر مخ لاره هواره شي.

ده وویل چې د زده کوونکو شمېر زیات وي او په کالجونو کې دومره ځاي نشته، کلاسونه هم نه وي نو له دې کبله په مازیګري کې هم د زده کړو ورکولو پرېکړه شوې ده.

د لوړو زده کړو لپاره د خيبر پښتونخوا د وزير اعلا سلاکار او د اطلاعاتو وزير کامران بنګش وايي چې د قبایلي ضلعو په تعلیمي ادارو کې د تخنیکي کارکوونکو پوره کولو لپاره یې تر اوسه ۳۴۲ میليونه روپۍ خرڅ کړې دي.

XS
SM
MD
LG