د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي افریقا د کرکټ لوبډله ۱۴ کاله وروسته پاکستان ته تللې ده 


د پاکستان او جنوبي افريقا کرکټ لوبډلو لومړۍ ټيسټ لوبه به پر ۲۶ جنورۍ په نيشنل لوبغالي کراچۍ کې پیل شي.
د پاکستان او جنوبي افريقا کرکټ لوبډلو لومړۍ ټيسټ لوبه به پر ۲۶ جنورۍ په نيشنل لوبغالي کراچۍ کې پیل شي.

د جنوبي افريقي دکرکټ لوب ډله د جنوري په ۱۶ کراچۍ ته رسېدلې ده.

د پاکستان کرکټ بورډ ویاند عماد احمد حميد د جنورۍ پر ۱۶مه مشال راډيو ته ويلي
چې د ټولو لوبغاړو د کورنا معانيې شوې دي.

د ده په وینا، د نتيجو تر راتلو به ټول لوبغاړي قرنطین وي .

د پاکستان او جنوبي افريقا کرکټ لوبډلو لومړۍ ټيسټ لوبه به پر ۲۶ جنورۍ په نيشنل لوبغالي کراچۍ کې پیل شي.

د دوی تر منځ به دویمه لوبه پر ۴ مه فروري په راولپنډۍ کې وي. دا لوبډلې به د فرورۍ پر ۱۱، ۱۳مه او ۱۴مه ۲۰ اوریزې لوبې هم کوي.

پاکستان کې نړيوال کرکټ هغه وخت درېدلی وو چې د ۲۰۰۹ د مارچ پر درېمه په لاهور کې د سري لنکا پر لوبډله برید شوی وو.

XS
SM
MD
LG