د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په هرات کې ۱۲ افغان سرتېري وژل شوي


تر اوسه د دغه پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.
تر اوسه د دغه پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.

د افغانستان په هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو د یو ډلې په برید کې ۱۲ ځايي‌ افغان سرتېري وژل شوي دي.

د هرات ولایت د پولیسو ویاند عبدلاحد ولي زاده د جنورۍ پر ۱۶مه ویلي, دغه حمله تېره شپه ناوخته د طالبانو دریو تنو کړې ده،

دی زیاتوي چې برید کوونکي د وژل شویو سرتېرو له وسلو سره تښتېدلي دي او اوس سیمه بېرته د افغان حکومتي عسکرو په واک کې ده.

بلخوا د پولیسو په وینا, د جنورۍ پر ۱۶مه په کابل کې د پولیسو له یو موټر سره د مقناطیسې بم په چاودنه کې دوه پولیس چارواکي وژل شوي دي.

تر اوسه د دې پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.

د حکومت خلاف د طالبانو لخوا د تشدد پېښې په داسې حال کې دوام لري چې په قطر کې د سولې د بین الافغاني خبرو په اړه داسې هیله مندي ښودل کېږي چې دغه به په افغانستان کې تل پاتې سوله راولي.

بلخوا داعش وسله والې ډلې په دغه هېواد کې په وروستیو میاشتو کې د ناامنۍ د یو شمېر پېښو ذمه واري منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG