د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نړۍ کې د کورونا وژلیو شمېر تر دوه میلیونه واوښت 


دا شمېره د جانز هاپکېنز پوهنتون لخوا اعلان شوه.
دا شمېره د جانز هاپکېنز پوهنتون لخوا اعلان شوه.

په نړۍ کې د کوېډ ـ ۱۹ ناروغۍ څخه د مړو شویو کسانو شمېره د جنورۍ پر ۱۵مه له دوو میلیونو واوښته.

دا شمېره د جانز هاپکېنز پوهنتون لخوا اعلان شوه.

د ملګرو ملتونو سیکرټري‌ جنرل انتونیو ګوتریش ویلي، دا یوه زړه بوګنوونکې شمېره ده.

په امریکا کې منتخب ولسمشر جوبایډن ویلي، د جنورۍ پر ۲۰مه د واک له ترلاسه کولو سره سم به هغه له ناورین سره د مبارزې فیډرالي ادارې کارکوونکي او ملي ګارډ د واکسینونو مرکزونو جوړولو لپاره په کار وګماري.

په همدې حال کې د اروپايي ټولنې د کوېډ ـ ۱۹ واکسینو لړۍ له هغې وروسته اغېزمنه شوې چې امریکايي درمل جوړوونکې ادارې فایزر او د هغې جرمنۍ همکارې ادارې بایو اېن ټیک اعلان وکړ چې هغوی په موقتي ډول اروپا ته د واکسینو لېږل کموي.

فایزر کمپنۍ ویلي، هغوی د دووه بیلیونه خوراکه واکسین تیارولو لپاره اړ دي چې په بیلجیم کې خپله فابریکه پیاوړې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG