د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي، په تېرو دوو لسیزو کې نړیواله کډوالي زیاته شوې


د ملګرو ملتونو راپور لیکي چې د نړیوالو کډوالو په درېیو کې دوه برخې یې په ۲۰ هېوادونو کې استوګنه لري.
د ملګرو ملتونو راپور لیکي چې د نړیوالو کډوالو په درېیو کې دوه برخې یې په ۲۰ هېوادونو کې استوګنه لري.

د ملګرو ملتونو لخوا د جنورۍ پر ۱۵مه خپور شوي رپورټ کې ویل شوي چې په تېرو دوو لسیزو کې د نړیوالې کډوالۍ کچه لوړه شوې ده.

رپورټ لیکي چې په ۲۰۲۰ز کال کې دا شمېره ۲۸۱ میلیونو ته ورسېده کومه چې د نړۍ ټولې ابادۍ ۳،۶ فیصده کېږي.

خو د لومړنیو انګیرنو له مخې کېدای شي تېر کال د کورونا وایرس ناروغۍ له کبله د کډوالۍ په شرحه کې دوه میلیونه کمی راغلی وي.

د ملګرو ملتونو رپورټ لیکي چې د نړیوالو کډوالو په درې کې دوه برخې یې په ۲۰ هېوادونو کې اوسي.

امریکا په ۲۰۲۰ز کال کې د ۵۱ میلیونو کډوالو کوربه و. دا په نړۍ کې په کوم هېواد کې د کډوالو تر ټولو لویه شمېره ده کومه چې د ټولو کډوالو ۱۸ فیصده جوړېږي.

په جرمني کې نېږدې ۱۶ میلیونه، په سعودي عرب کې ۱۳ میلیونه، په روسیه کې ۱۲ میلیونه او په برتانیا کې نهه میلیونه پناه غوښتونکي موجود دي.

په ۲۰۲۰ز کال کې هند د هغو هېوادونو په سر کې و چې زیات وګړي یې په نورو هېوادونو کې ژوند کوي چې ۱۸ میلیونه هندیان دا مهال له هېواده بهر ژوند تېروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG