د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د کورني تشدد مخنیوي بل منظور


د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کي نن د جمعې په ورځ د ښځو پرضد د کورني تشدد د مخنیوي بل منظور کړی دی.

دغه بل د خیبر پښتونخوا د ټولنیزې خير ښېګړې او د ښځو پرمختګ صوبايی وزیر هشام انعام الله اسمبلۍ ته وړاندې کړ.

د اسمبلۍ غونډي ته په خپله وینا کي هشام انعام الله وویل چې د دې قانون ترمخه به پر ښځو تشدد کوونکو ته د پنځوو کلونو د بند سزا ورکړل کيږي او په پنځلسو ورځو کي دننه به په عدالت کې د شوي تشدد خواست جمع کېږي او عدالت به په دوو میاشتو کي دننه د کورنې تشدد د قضیو د فیصلو کولو پابند وي.

د بل په مسوده کي لیکل شوي دي چې په کور کې په ښځو د وهلو ټکولو ترڅنګ معاشي، نفسیاتي، او جنسي فشار به هم تشدد ګڼل کېږي. د بل د مسودې ترمخه د کورني تشدد د پېښو د پلټنو لپاره به په هره ضلع کي یوه تحقیقاتي کمیټي جوړېږي او کمیټۍ به متاثره ښځو ته بیړنۍ طبي مرسته، سرپناه او د ژوند ضرورتونو لپاره د پېسو ضمینه برابروي.

خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کي د کورني تشدد دا بل له تېرو اوو کلونو راهیسې ځنډنی وو او بیا وروستو د ټولو ګوندونو د اتفاق لپاره دا بل د اسمبلۍ ځانګړې کمیټۍ ته لېيږدول شوی وو او د بل په مسوده کي د ځینو ترمیمونو پس نن له اسمبلۍ منظور کړل شو.

XS
SM
MD
LG