د لاسرسي ځای

تازه خبر

جو بايډن په خپله راتلونکې کابينه کې څوک نومولي؟


جو بايډن وايي، يوه داسې ټيم ته اړتيا لري چې له لومړۍ ورځې د امريکا برم او وقار ساتلو ته چمتو وي او له نړۍ سره يوځای د ورپېښو چېلينجونو مخنيوی وکولای شي.
جو بايډن وايي، يوه داسې ټيم ته اړتيا لري چې له لومړۍ ورځې د امريکا برم او وقار ساتلو ته چمتو وي او له نړۍ سره يوځای د ورپېښو چېلينجونو مخنيوی وکولای شي.

په داسې حال کې چې د امريکا منتخب ولسمشر جو بايډن به د روان ۲۰۲۱ز کال د جنوري پر ۲۰مه د دې هېواد د ۴۶م ولسمشر په حيث د څلورو کلونو لپاره د خپلې څوکۍ لوړه کوي، وار له مخه يې د خپلې راتلونکې کابينې د مهمو څوکيو لپاره کسان نومولي دي.

په دوی کې زياتره د امريکا د ولسي خدمت اوږده تجربه لري چې ښځې او نارينه دواړه پکې شامل دي، خو د دغو کسانو لپاره د امريکا د سېنېټ منظوري هم شرط ده.

د ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر درېيمه د امريکا د ولسمشريزو انتخاباتو په نتيجه کې چې کله جو بايډن د خپل سيال او اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په مقابل کې اکثريت رايې وګټلې نو د نومبر پر ۲۴مه يې د خپلې راتلونکې کابينې د بهرنۍ او امنيتي پاليسۍ لپاره ځېنې کسان ونومول.

نوموړي پر هغه مهال وويل چې د ده لخوا نومول شوي کسان په بحراني حالت کې ازمايل شوي او د اوږدې تجربې، نوښت او فکر څښتنان دي.

هغه زياته کړه يوه داسې ټيم ته اړتيا لري چې له لومړۍ ورځې د امريکا برم او وقار ساتلو ته چمتو وي او له نړۍ سره يوځای د ورپېښو چېلينجونو مخنيوی وکولای شي.

اېنټوني بلينکېن، د امريکا د بهرنيو چارو وزير

جوبايډن د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لپاره ۵۸ کلن اېنټوني بلينکېن نومولی چې د بارک اوبامه په انتظاميه کې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال پاتې شوی.

جوبايډن د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لپاره ۵۸ کلن اېنټوني بلينکېن نومولی.
جوبايډن د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لپاره ۵۸ کلن اېنټوني بلينکېن نومولی.

بلينکېن د جوبايډن باوري ملګری دی او له هغه سره يې له ۲۰۰۲ز څخه بیا تر ۲۰۰۸ز کال پورې د امريکايي سېنېټ په بهرنيو چارو کمېټه کې له نيږدې کار کړی دی.

پر دې سربېره بلينکېن هغه وخت د جوبايډن د ملي امنيت مشاور په حيث هم کار کړی کله چې بايډن د اوبامه په دور کې مرستيال ولسمشر و.

نوموړی د بايډن په شان نظر لري او له نړيوالو سره د امريکا د اړيکو پر ارزښت ټينګار کوي. داسې انګېرل کېږي چې بلينکېن به د امريکا له ايتلافيانو سره هغه درزونه بېرته ورغوي چې د ټرمپ انتظاميې پر مهال رامنځ ته شوي ول. نوموړی د ناټو ايتلاف کلک ملاتړی دی او د روسيې د تيري پر ضد کلک دريځ لري.

کله چې روسيې په ۲۰۱۴ز کال کې د اوکراين کرايميا سيمه ونيول نو پر دغه هېواد په بندېزونو لګولو کې بلينکېن مهم رول لوبولی و.

ويليم برنز، د سي ای اې مشر

د امريکا منتخب ولسمشر جوبايډن د دې هېواد د مرکزي استخباراتي ادارې ((سي ای اې)) د مشرۍ لپاره ۶۴ کلن ويليم برنز نومولی چې له ۱۹۸۲ز کال څخه يې بيا تر ۲۰۱۴ز کال پورې په بهرنيو چارو وزارت کې کار کړی او د استخباراتي تجربې پر ځای پراخه سفارتي تجربه لري.

د امريکا منتخب ولسمشر جوبايډن د دې هېواد د مرکزي استخباراتي ادارې ((سي ای اې)) د مشرۍ لپاره ۶۴ کلن ويليم برنز نومولی.
د امريکا منتخب ولسمشر جوبايډن د دې هېواد د مرکزي استخباراتي ادارې ((سي ای اې)) د مشرۍ لپاره ۶۴ کلن ويليم برنز نومولی.

د ده نومول د دې معنا لري چې هغه به د خپلې دندې پر مهال له روسيې او ايران سره د امريکا سختې اړيکې کنټرول کړي.

برنز د امريکا له پينځو ډېموکراټ او رېپبليکن ولسمشرانو سره کار کړی دی. نوموړی د جارج ډبليو بش د ولسمشرۍ پر مهال په ماسکو کې د امريکا سفير و او په ۲۰۱۵ز کال کې د بارک اوبامه د ولسمشرۍ پر مهال له ايران سره د نړيوالو قوتونو د اټومي تړون تر شا د پټو خبرو يو مشر مرکچي و.

داسې ويل کېږي چې نوموړی به د دغه تړون، چې ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۸ز کال کې امريکا ورڅخه وايستل، د بېرته بحالولو ملاتړ وکړي. بايډن ويلي چې برنز د ده په څېر باور لري چې استخبارات بايد غېرسياسي وي.

جېک سوليوان، د ملي امنيت مشاور

جوبايډن د امريکا د ملي امنيت مشاور څوکۍ لپاره ۴۴ کلن جېک سوليوان نومولی چې په تېره څه باندې نيمه پېړۍ کې به د ملي امنيت تر ټولو ځوان مشاور وي.

جوبايډن د امريکا د ملي امنيت مشاور څوکۍ لپاره ۴۴ کلن جېک سوليوان نومولی.
جوبايډن د امريکا د ملي امنيت مشاور څوکۍ لپاره ۴۴ کلن جېک سوليوان نومولی.

نوموړي ته د بهرنيو چارو د پوه په سترګه کتل کېږي. سوليوان هغه وخت د جوبايډن د ملي امنيت مشاور په حيث هم کار کړی کله چې هغه د اوبامه په دور کې مرستيال ولسمشر و.

پر دې سربېره نوموړی د اوبامه په دور کې د بهرنيو چارو د وزيرې هېلري کلينټن د پاليسۍ د پلان مشر و.
داسې باور کېږي چې سوليوان له بلينکېن سره نيږدې اړيکې لري او دواړه کسان به پر يوشمېر چارو له نيږدې کار وکړي.

نوموړی هم د بلينکېن په څېر له ايتلافيانو سره د امريکا سړې اړيکې بېرته تازه کول غواړي. پر دې سربېره به نوموړی خپله پاملرنه چين او د کوويډــ۱۹ ناروغۍ کنټرول ته کوي.

د ملي امنيت مشاور څوکۍ د سېنېټ منظوري نه غواړي نو تمه ده چې سوليوان به له هغه سمدستي وروسته خپل کار پيل کړي چې کله د جنوري پر ۲۰مه جوبايډن د نوي ولسمشر په حيث لوړه وکړي.

لوييډ اسټين، د امريکا دفاع وزير

چې ۴۰ کاله يې په امريکايي پوځ کې دنده تر سره کړې او په ۲۰۱۶ز کال کې د څلور ستوريزه جنرال په حيث تقاعد شو.

بايډن د امريکا دفاع وزارت لپاره ۶۷ کلن لوييډ اسټين نومولی.
بايډن د امريکا دفاع وزارت لپاره ۶۷ کلن لوييډ اسټين نومولی.

د نوموړي د نومولو پر وخت بايډن ويلي چې اسټين به نه يوازې د يو منل شوي عسکر په حيث خپل مهارت او ستراتيژي پرمخ وړوي بلکې د امريکا پوځ ته به دا مسوليت ورکوي چې په وياړ او عظمت سره د خپل هېواد استازيتوب وکړي او د خپلو خلکو خيال وساتي.

د امريکا له قانون سره سم هغه کس د دفاع وزير کېدای شي چې لږ تر لږه اووه کاله يې په پوځ کې فعاله دنده نه وي تر سره کړې.

د نوموړي لپاره اړينه ده چې له پوځ څخه استثنا تر لاسه کړي. له دې وړاندې کانګرېس په ۲۰۱۷ز کال کې جېمز مېتيس او په ۱۹۵۰ز کال کې جارج مارشل ته استثنا ورکړې وه او هغوی يې د دفاع وزيرانو په حيث منلي ول. که اسټين ومنل شو نو لومړی افريقايي نژاده امريکايي به وي چې د دفاع وزير جوړيږي.

لينډا تامس ګرينفيلډ، په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيره

د امريکا منتخب ولسمشر جوبايډن په ملګرو ملتونو کې د امريکايي سفيرې په حيث ۶۸ کلنه لينډا تامس ګرينفيلډ نومولې ده.

د امريکا منتخب ولسمشر جوبايډن په ملګرو ملتونو کې د امريکايي سفيرې په حيث ۶۸ کلنه لينډا تامس ګرينفيلډ نومولې.
د امريکا منتخب ولسمشر جوبايډن په ملګرو ملتونو کې د امريکايي سفيرې په حيث ۶۸ کلنه لينډا تامس ګرينفيلډ نومولې.

هغه يوه حرفوي سفارتکاره پاتې شوې او د امريکا په بهرنيو خدماتو کې يې شاوخوا ۳۵ کاله کار کړی دی. مېرمن لينډا ډېر کلونه په يو شمېر افريقايي هېوادونو کې د امريکايي سفيرې په حيث دنده تر سره کړې ده.

هغه په پاکستان کې هم سفارتکاره پاتې شوې او پر دې سربېره يې په سويټزرلېنډ کې د ملګرو ملتونو په امريکايي ماموريت کې کار کړی دی. د مېرمن لينډا نومول د جوبايډن د هغې ژمنې بشپړتيا ښيي چې هغه به يوه متفرقه کابينه ولري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG