د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان سرکار د سکولونو پرانستلو پلان اعلان کړ


د جنورۍ له ۲۵ مې راهیسې به پرایمري سکولونه پرانستل شي او د لوړو زده کړو ادارې به د فېبرورۍ په لومړۍ نېټه پرانستل کېږي.
د جنورۍ له ۲۵ مې راهیسې به پرایمري سکولونه پرانستل شي او د لوړو زده کړو ادارې به د فېبرورۍ په لومړۍ نېټه پرانستل کېږي.

د پاکستان د تعلیم وفاقي وزیر د کورونا وبا له کبله د بندو سکولونو د پرانستلو لپاره پلان اعلان کړی دی.

په اسلام اباد کې د تعلیم او روغتیا وزارت د چارواکیو غونډې وروسته شفقت محمود یو خبري کانفرانس ته وویل چې های او هایر سیکنډري سکولونه به د جنورۍ په ۱۸مه نېټه بیرته پرانستل شي.

له حکومتي پلان سره سم به تعلیمي ادارې په مرحله واره توګه پرانستل کېږي.

د جنورۍ له ۲۵ مې راهیسې به پرایمري سکولونه پرانستل شي او د لوړو زده کړو ادارې به د فېبرورۍ په لومړۍ نېټه پرانستل کېږي.

د تعلیم وزیر وویل، د سکولونو له تړل کېدو سره زده کړې اغیزمنې شوي دي، خو د ماشومانو روغتیا حفاظت تر ټولو مهمه خبره وه، نو ځکه یې تعلیمي ادارې تړلې وې.

دا تعلیمي ادارې پروسږ کال د نومبر ۲۶ مې راهیسې تړلې پرتې دي خو کاروباري مرکزونه پرانستې دي او د ډاکټرانو په وینا په ډېرو ځایونو کې د کورونا مخنیوي په تدابیرو عمل نه کېږي.

د سکولونو پرانستلو په اړه پریکړه په داسې حال کې کېږي چې په پاکستان کې یو ځل بیا د کورونا د رنځورانو شمېره په ډیرېدو ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG