د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن د کورونا وبا بحران مخنیوي لپاره مرستندویه پیکج وړاندې کړ


بایډن به د جنورۍ پر ۲۰ مه په رسمي توګه د خپلې ولسمشرۍ دوره پیل کوي.
بایډن به د جنورۍ پر ۲۰ مه په رسمي توګه د خپلې ولسمشرۍ دوره پیل کوي.

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د کورونا وبا له کبله له رامنځ ته شوي بحران سره د مقابلې لپاره یو لوی مرستندویه پیکج وړاندې کړی دی.

نوموړی وايي، امریکا دغه پلان ته اړتیا لري.

بایډن به د جنورۍ پر ۲۰ مه په رسمي توګه د خپلې ولسمشرۍ دوره پیل کوي.

نوموړي موجوده صورتحال د انسانانو لپاره د کړاونو یو ژور بحران بللې او ویلي یې دي چې باید ستونزې بې له ځنډه هوارې شي.

بایډن د مالي مرستې د پیکج تجویز د جنورۍ پر ۱۴مه وړاندی کړ.

د مرستی ددغه پکیج ترمخه به ۴۱۵ اربه ډالر له دغه وایرس سره د مبارزې او د کوېد- ۱۹ واکسین وېشلو لپاره او یو ټریلیون ډالره مرستې به نیغ په نیغه امریکايي وګړیو ته ورکول کېږي.

دا لا یقیني نه ده چې ایا کانګرس به د بایډن پلان منظور کړي او که نه.

د ریپبلکن ګوند ګڼو استازو د ولسي مرستو په لوړ خرڅ او د پلان لپاره د قرض شوي رقم په کارولو اعتراضونه کړي دي. خو د کانګرس په دواړو ایوانونو کې د ډیموکریټ ګوند د استازو د شمېر ډېرېدل د پلان په منظورۍ کې مرسته کولی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG