د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او ترکمنستان ولسمشران درې مهمې پروژې پرانیزي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ترکمنستان قربان قلي بردي محمدوف د ویډیو کانفرانس له لارې د پرانستې دغو مراسمو کې برخه اخلي او ویناوې هم کوي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ترکمنستان قربان قلي بردي محمدوف د ویډیو کانفرانس له لارې د پرانستې دغو مراسمو کې برخه اخلي او ویناوې هم کوي.

ټاکل شوې چې د افغانستان او ترکمنستان ولسمشران د جنورۍ پر ۱۴مه د دواړو هېوادونو ترمنځ درې مهمې پروژې پرانیزي.

په دغو پروژو کې یوه یې د اقینې-اندخويي ترمنځ د ریل پټلۍ ده چې د جوړېدو کارونه یې په دې وروستیو کې مکمل شوي او دوه نورې پروژې د برښنا د لېږد او شمسي فایبر دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ترکمنستان قربان قلي بردي محمدوف د ویډیو کانفرانس له لارې د پرانستې دغو مراسمو کې برخه اخلي او ویناوې هم کوي.

د تېرې جمعې په ورځ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د همدغو پروژو په تړاو د بحث لپاره په یوه دوه ورځني سفر کابل ته تللی و.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ایران او افغانستان ترمنځ د هرات- خواف د اوسپنې پټلۍ هم پرانستل شوه چې ۲۲۵ کیلو متره اوږدوالی لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG