د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ډي اېم نن په لورلايي کې جلسه کوي


په بنو کې د پاکستان جمهوري غورځنګ جلسه: ۲۰۲۱، ۶ جنوري
په بنو کې د پاکستان جمهوري غورځنګ جلسه: ۲۰۲۱، ۶ جنوري

پاکستان ډیموکراټیک موومنټ د وزیر اعظم عمران خان په مشرۍ د وفاقي حکومت پرضد د خپل احتجاجي تحریک په لړ کې نن د بلوچستان په لورلايي ښار کې جلسه کوي.

د پي ډي ایم مرکزی مشر مولانا فضل الرحمان د کوټې پر هوايي میدان له خبریالانو سره په خبرو کي وویل چې د پاکستان ولس چې څه ډول له پي ډي اېم سره ولاړ دی، هغه یو تاریخي عمل دی. د ده په وینا نن په لورلايي کې یوه تاریخي جلسه کوي او په دې کې به ولس هغه خلګ رد کړي چې په غلا پر اقتدار قابض دي.

د نوموړي په وینا چې یو په بل پسې سترې ولسي غونډې کوي او د دوی تحریک اوس د قامي تحریک شکل اخلي.

مولانا فضل الرحمان وویل، حکومت تل دعوې کوي چې له ملک څخه یې تره ګري او تره ګر ختم کړل، د ده په وینا بیا نو د مچ پېښه څنګه وشوه چې پکې لس تنه هزاره کانکیندونکي ووژل شول.

د پي ډي اېم مشرانو په قبایلو او بلوچستان کې پر ناامنیو اندېښنه ښوولې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:21 0:00

دپي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان د ا هم وویل، د مچ پېښې پس یې هڅه نوره زیاته کړې چې اوسني حکومت ژر تر ژر ختم شي، د ده په خبره ځکه چې د ولس د ځان او مال په خونديتابه کې پاته راغلی دی.

د اپوزېشن پر دغه ډول بیانونو وفاقي حکومت بیا بیا ویلي چې د پي ډي اېم زیاتره ګوندونه د ۲۰۱۸ز کال په عامو انتخاباتو کې ولس رد کړي دي او د خپلو مشرانو د درغلیو پټولو او پر حکومت د فشار اچولو لپاره راوتلي دي.

د پاکستان پوځ هم د اپوزيشن ګوندونو تورونه ردوي او وايي چې سياسي مشران دې په خپلو سياسي چارو کې پوځ نه ښکېلوي او نه دې ورباندې تورونه لګوي. په دې اړه د ای اېس پي ار ویاند جنرل بابر افتخار د جنورۍ پر ۱۱مه یوځل بیا ویلي ول چې پوځ د ملک یوه ذیلي اداره ده او له حکومت سره ولاړه وي.

په لورلايي کې د پاکستان دموکراټیک مومنټ نننۍ جلسې ته به د مولانا فضل الرحمان، محمود خان اڅکزی، پخوانی وزیر اعظم سید یوسف رضا ګیلانی او د مسلم لیګ ن مرستیال مشر سردار یعقوب خان ناصر په ګډون نور مشران وینا کوي.

XS
SM
MD
LG