د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرک کې د ګوزڼ کیمپېن بدرګه پولیس وژل شوی


په پاکستان کې وخت ناوخته د پولیو ضد کمپاین پر امنیتي ساتونکو پولیسو بریدونه کېږي.
په پاکستان کې وخت ناوخته د پولیو ضد کمپاین پر امنیتي ساتونکو پولیسو بریدونه کېږي.

د خیبر پښتونخوا په کرک کې نامعلومو وسله والو د ګوزڼ څاڅکو ورکوونکې ډلې پر امنیت مامور پولیس په ډزو وژلی دی.

د کرک د پولیسو مشر عرفان خان مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د جنورۍ پر ۱۲مه سهار د کرک په ګړدي بانډه سیمه کې شوې ده.

ده وویل چې وژل شوی پولیس جنیدالله نومېږي او د پولیو ضد کمپاین پر مهال یې ډیوټي کوله.

چا تر اوسه د دې ذمه واري نه ده منلې.

په پاکستان کې وخت ناوخته د پولیو ضد کمپاین پر امنیتي ساتونکو پولیسو بریدونه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG