د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین کې د کورونا وایرس مثبتې پېښې زیاتې شوي


چین کې د کورونا وایرس مثبتې پېښې زیاتې شوي

په چين کې په تېرو څو مياشتو کې دا مهال تر ټولو زيات د کورونا کيسونه مخې ته راغلي دي او صحت چارواکي وايي چې له سرښار بېجنګ سره په نېږدې هيبی صوبه کې د لسګونه کسانو کورونا ټسټونه مثبت راغلي دي.

په چين کې د کورونا دا نوي کيسونه پر داسې وخت مخې ته راغلي دي چې دې هېواد ډېر په خاموشۍ سره د جنورۍ پر ۱۱مه د هغه تن پر تلين ځان غلی کړ چې په ووهان کې د کورونا لومړی معلوم مړی و.

کال مخکې چينايي رسنيو اعلان وکړ چې ۶۱ کلن سړی د يو نامعلومه وايرس له کبله مړ شوی دی.

دغه تن په ووهان ښار کې د څارو يو مارکېټ ته تللی و.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوې چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

د ۲۰۲۰ ز کال په لومړیو کې د اوونيو سخت ټولبند په نتيجه کې ووهان عادي حالت ته ستون شو او پکې کورونا وايرس ختم شو خو دا وايرس نورې نړۍ ته خور شو او لږ تر لږه نوي میليونه خلک پرې اخته شول او نور يو اعشاريه نهه ميليون يې مړه کړل.

ګومان کېږي چې حقيقي شمېرې به له دغو رسمي هغو هم زياتې وي.

په پیل کې له کورونا سره د چين په چلند سختې نيوکې شوې وې، دې هېواد د کورونا وايرس په اړه د خبر ورکونکو د غليکولو هڅې کړې وې او پروسږ تېر کال په جنورۍ کې یې د څو ورځو ځنډ وروسته د کورونا په هکله خبر ورکړ.

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG