د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټولبند پر مهال ووهان کې ژوند څنګه وو؟ زده کوونکي مشال ته کیسې کوي


د اپریل پر اتمه د ووهان ښار ټولبند ختم شو.
د اپریل پر اتمه د ووهان ښار ټولبند ختم شو.

د چین حکومت اوس د هوبی صوبې په ووهان ښار او د ملک په یو شمېر نورو سیمو کې قرنطین ختم کړی او بندیزونه یې نرم کړي دي.

هغوی دا ګام وروسته له هغې پورته کړی چې د کورونا د نویو کیسونو مخې ته راتلل په بې ساري ډول کم شول.

په چین کې موجود د افغانستان او پاکستان پښتانه محصلین د قرنطین ترخې شېبې یادوي او خپلو وطنوالو ته له کورونا وایرسه د ځان ژغورلو سپارښتنې کوي.

مقصود الرحمان، د دیر د ثمرباغ اوسیدونکی له تېرو څلورو میاشتو راهېسې د چین په ووهان کې بند پاتې وو. هغه هلته په میرین ساینسز کې لوړې زده کړې کوي. نوموړي مشال راډیو ته وویل، د چین حکومت د اپریل له اتمې نېټې راهېسې ټولبند یا لاک ډاون ختم کړی خو په پوهنتونونو کې پراته نړیوال محصلین لا هم ښار ته د تګ اجازه نه لري او ژوند یې د کیمپس تر ودانیو محدود پاتې دی:

"دلته اوس امن دی، داسې د خطرې کومه خبره خونشته. ووهان خو بس نور تقریبا ټول خلاص شوی دی، بهرنیان به هم که خیر وي ورو ورو پرېښودل کېږي. زه د جنورۍ له ۲۱مې تر اوسه په قرنطین کې یم."

د ننګرهار ولایت اوسیدونکي، عمران ذکریا هم له ۷۶ ډېرې ورځې په ووهان کې په قرنطین کې تېرې کړې دي. هغه وايي، د چین حکومت یو څه ډاډه شوی او بندیزونه یې تر یوه بریده ختم کړي او هغوی هیله لري چې حالات به ورو ورو نور هم ښه شي:

"د اپریل پر اتمه، د ووهان ښار ټولبند په بشپړ ډول ختم شو، موږ له ۷۶ ورځو راهېسې په یو اطاق او تعمیر کې پاتې وو. اوس موږ ته د ورځې څو وارې اجازه راکوي چې د پوهنتون په انګړ کې قدم ووهو، خو له پوهنتونه د وتلو اجازه نه راکول کېږي. د باندې ښار خلاص شوی خو موږ د وتلو اجازه نه لرو البته د باندې نه شیان راغوښتلی شو. طبعاً دا اوسنی حالت به هم کېدای شي یوه میاشت نور هم دوام وکړي، له هغې وروسته به د پوهنتون دروازې د محصلینو پر مخ خلاصې شي."

رویټرز خبري اژانس هم د اپریل پر ۱۱مه په یو راپور کې لیکلي، په ووهان کې پاکستاني محصلین په داسې حال کې له اوږده بندیزه راوتلي چې له کورونو او خپلوانو لرې، او د نفسیاتې وېرې سره مخ دي.

اژانس لیکي، له ۱۰۰۰ زیات پاکستاني محصلین یواځې د هوبې په ووهان ښار کې بند پاتې ول، اوس به هغوی پرېکړه کوي چې هلته پاتې کېږي او که د پروازونو له شروع کېدو سره به بیرته پاکستان ته ستنېږي؟

د پېښور د رامداس حماد خان هلته په چین کې د طب په څنګه کې زده کړې کوي، هغه مشال راډیو ته وویل، سختې شپې یې تېرې کړې نو اوس به ولې ستنېږي؟

"وطن ته خو نه شم تلی ځکه چې زه دلته سبق له راغلی یم. دومره ډېر وخت مو په سختیو کې تېر کړو، دا لږ وخت نور به هم تېر شي. نو د واپسۍ څه اراده نه لرم. موږ دوه هفتې یواځې اوبه څښلي او بیسکیټ به مو خوړل، بیا وروسته ځینو چینايي دوستانو راته خوراکونه راوړل. ډېرې سختۍ مو لیدلې دي."

یو شمېر نورو پاکستاني محصلینو بیا رویټرز اژانس ته ویلي، هغوی د موقع پیدا کولو سره سم به غواړي چې پاکستان ته ستانه شي. د پي اېچ ډي محصل میرحسن وايي، هغه هره ورځ له خپلې مور سره خبرې کوي او مور یې ترې په ژړا کې غوښتنه کوي چې وطن ته راشه، نو هغه به ارو مرو ستنېدل غواړي.

خو ستونزه دا ده چې اوس د کورونا وایرس لپاره چین دومره خطرناک نه دی لکه د نړۍ نور هیوادونه. په افغانستان او پاکستان کې هم کورونا وایرس په تېزۍ مخ په خپرېدو دی.

د چارسدې زرک خان هم په چین کې د طب په څانګه کې لوړې زده کړې کوي. هغه وايي په وطن کې یې خلکو ته سپارښتنه دا ده چې د روغتیايي ادارو په مشورو دې عمل وکړي او لکه څنګه چې د چین خلکو له دې خطرناکې وبا نه ځانونه وساتل، د افغانستان او پاکستان خلکو له هم پکار دي چې د ډاکټرانو پر مشورو دې عمل وکړي. هغه وړاندې وویل:

"د روغتیا د نړېوالې ادارې لخوا چې کومې مشورې خلکو ته ورکول کېږي، پکار ده چې خلک پرې عمل وکړي. خلک دې بغیر له ماسک او دستانو له کوره نه ووځي، لاسونه دې وینځي، چاته دې لاس او غاړه نه ورکوي، همدې سره به کورونا کنټرولېږي، نور د دې څه علاج میلاج نشته. چین هم دا وایرس داسې قابو کړی او موږ له هم پکار دي چې همدا لاره خپله کړو."

د چین د هوبی صوبې ووهان ښار څو لوی نړیوال پوهنتونونه لري چې پکې د نړۍ د بیلا بېلو هیوادونو زده کوونکي درس وايي. خو کله چې کورونا په دې ښار خپلې منګولې ښخې کړې نو د افغان مخصل عمران ذکریا په وینا یواځې یو څو بې وزله هیوادونه وو چې د خپلو محصلینو غم یې و نه خوړای شو، نورو ټولو خپل زده کوونکي وویستل:

"ډېری همدا افریقایان پاتې دي، د کمبوډیا او ویتنام محصلین دي، د افغانستان او پاکستان کسان دي چې لا هم پاتې دي، نور ټول نړیوال محصلین خپلو هیوادونو ته تللي دي."

پاکستان کې هم د کورونا مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي.
پاکستان کې هم د کورونا مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي.

وايي طبیب هغه دی چې پرې تېره شوې وي، د ثمرباغ مقصودالرحمان چې په چین کې یې د کورونا پر وړاندې د خلکو حفاظتي ګامونه له نږدې لیدلي، د افغانستان او پاکستان خلکو ته د کورونا پر وړاندې د مبارزې لپاره داسې سپارښتنه کوي:

"بس هغو ته خو دا پیغام ورکوو چې الحمد لله موږ خو له دې مسلې نه راووتو، له ټولو نه غټ کار احتیاط دی، موږ په داسې ځای کې یو چې دا وایرس پکې پیدا شوی وو، یواځېنی شی چې موږ یې له دې بلا وساتلو هغه احتیاط دی، نو پښتنو له پکار دي چې د مکمل احتیاط نه دې کار واخلي او ډارېږي دې نه، د پریشانۍ ضرورت نشته."

چین د افغانستان او پاکستان ګاونډی هیواد دی نو ځکه له دغو دواړو هیوادونو زیات شمېر محصلین د لوړو زده کړو لپاره هلته ورځي ځکه چې د نړۍ د نورو سیمو پرتله دغلته په کم مصرف زده کوونکي وخت تېرولی او زده کړې کوی شي.

XS
SM
MD
LG