د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې بازار بحال نه شو، لا هم امنیتي ځواکونه خلک ځوروي


د باړې کنډکپر بازار به ژر پرانیستل شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:59 0:00

د باړې کنډکپر بازار به ژر پرانیستل شي

د خیبر اېجنسې د باړې مشران وایي چې د کډوالو راستنیدو باوجود د باړې بازار کاروبار د تېر په څېر بحال نه شو. دوي وایي چې اوس هم د پیښور او باړې ترمنځ له خلکو سره په تګ راتګ کې سختي کېږي. باړېوال زیاتوي چې د نا-امنیو او پوځي عملیاتو په وخت پکې په سلګونه دوکانونه ویجاړ شوي او تر اوسه نه دي رغول شوي.

د باړې یو مشر حنان اپرېدي مشال ریډیو ته وویل، نه یوازې د نورو سیمو خلک بلکې د باړې ځایي خلک هم په آزاده توګه باړې بازار ته نه شي ورتلی:

(مونږ محفوظ نه یو او د باړې هغه برخې چې پخوا پکې ښه روزګار وو اوس پکې هېڅ نشته. د افغانستان او نورو بهرنیو ملکونو ټرانزټ مالونه به راتلل خو اوس نه راځي او د ټولې فاټا پر کاروبار اثر غورځېدلی دی. کاروباري مرکزونه مو شاړ پراته دي.)

د باړې یو بل مشر سید راسن اپرېدی بیا وايي، تر دې حده پورې سختي ده چې زخمي هم روغتون ته په آسانه نه شي وړای. نوموړي له پاکستان سرکاره غوښتنه وکړه چې د تېر په څېر دې د باړې بازار خلاص کړل شي او خلکو ته دې د نقصاناتو معاوضه ورکړل شي.

د باړې ټرانسپورټ اډې یو مشر سید محمد اپرېدي وویل: (د سختې له وجې د پیښور او باړې بازار ترمنځ ډېرې کمې سورلې تګ راتګ کوي. خالي بسونه چلوو، پکار ده زیات نه زیات خلک راشي او دغه بازار بیا آباد شي او ټولې ټرانسپورټ اډې دلته راوستل شي.)

د خیبر انتظامي چارواکي وایي،په باړه کې تر یوې اوږدې مودې پورې د وسلوالو ډلو پرضد پوځي عملیات شوي دي، او دوی د باړې بازار امنیت او پراخولو لپاره په یوه ځانګړې منصوبه باندې کار روان کړې چې دا سر ته ورسي نو د خلکو مشکلات به هم ورسره کم شي.

د خیبر ایجنسۍ د باړې خلک او سوداګر له حکومته غوښتنه کوي چې د پېښور او باړې ترمنځ دې ځینې چیک پوسټونو باندې له خلکو سره نرمي راوستل شي او باړې بازار ته دې تګ راتګآزاد کړل شي.

XS
SM
MD
LG