د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې جعلي کرنل ګرفتار، یو بل جعلي برېګېډییر په تېښته دی


د پاکستان هوايي ځواک یو سرتېری په کراچۍ کې د هېواد د بنسټ ایښودونکي محمد علي جناح له مزار سره ولاړ دی - د ارشیف انځور.
د پاکستان هوايي ځواک یو سرتېری په کراچۍ کې د هېواد د بنسټ ایښودونکي محمد علي جناح له مزار سره ولاړ دی - د ارشیف انځور.

د کراچۍ پولیس وايي، یو تن یې له خپل ساتونکی سره نيولی چې خپلځان يې د يوې امنيتي ادارې د کرنل په توګه خلکو ته ورپېژانده او پېسې يې ترې اخيستې.

د پولیسو په وینا، يو بل تن چې خپلځان يې د پوځ برېګيډيیر ښوده، په تېښته بريالی شوی دی.

د کراچۍ د ختیزې ضلعې د پوليسو مشر ساجد سدوزي د جنورۍ پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې د جنورۍ په نهمه یې غلام مصطفی، اسلم او معين علي نيولي دي او د يو بل تورن زين العابدين چې ځان ته برېګډيیر وايه، د نيولو کوښښونه روان دي.

د ده په خبره، له دې کسانو سره د استخباراتي ادارو کارډونه او مهرونه هم نيول شوي دي.

تېره مياشت په سوات کې هم دوه داسې کسان نيول شوي ول چې خپلځانونه یې د پوځ لوړپوړي چارواکي ښودل او له خلکو یې د تری تم کړو کسانو د موندلو په بهانه پیسې لوټلې.

XS
SM
MD
LG