د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ۴۰ مليونو ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکو ورکولو کیمپېن پيل


کوټه کې یوه ماشوم ته د ګوزڼ څاڅکی ورکول کېږي. ۲۰۲۰، ۲ دسمبر
کوټه کې یوه ماشوم ته د ګوزڼ څاڅکی ورکول کېږي. ۲۰۲۰، ۲ دسمبر

په پاکستان کې د جنورۍ پر ۱۱مه ( دوشنبه) ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکو ورکولو پنځه ورځنی کیمپېن پیل شو.

د ګوزڼ لپاره ملي بیړنیو عملیاتو مرکز (نېشنل اېمرجنسي اپرېشن سېنټر فار پوليو) ويلي دي چې تر پنځو کالونو کم عمره ۴۰ مليونو ماشومانو ته به واکسين ورکول کېږي.

مرکز زياته کړه چې په مجموعي توګه به ۲۸۵،۰۰۰ کارمندان کور پر کور ګرځي او ماشومانو ته به واکسين ورکوي.

د مرکز په وینا، دا کارمندان به له کورونا وايرسه د خونديتوب لارښوونې په پام کې نیسي.

دوی به ماسکونه وهي، جراثیم وژونکې دوايۍ به کاروي او ټولنيز واټڼ به ساتي.

دا د ۲۰۲۱ز کال لومړۍ کیمپېن دی. تر دې وړاندې د ۲۰۲۰ز کال اګست په مياشت کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکو ورکولو کیمپېن چلېدلی وو.

ټاکل شوې وه چې پاکستان به په د ۲۰۱۸ز کال کې هېواد له ګوزڼه (پوليو وايرسه) پاکوي چې هم پر هغه کال ۱۵ ماشومان ګوزڼ وهلي ول خو له دې وروسته کالونو کې دا شمېره زياته شوه.

د حکومتي شمېرو له مخې په ۲۰۲۰ز کال کې په پاکستان کې ۸۴ ماشومان پوليو وايرس ځپلي ول.

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه هېوادونو دي چې پکې لاهم د ګوزڼ وايرس شته.

XS
SM
MD
LG