د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د افغان سکالرشېپونو ازموینې ځنډولې


پاکستان د ۲۰۲۱ز کال لپاره افغان زده کوونکو ته ۳،۰۰۰ بورسونه اعلان کړي.
پاکستان د ۲۰۲۱ز کال لپاره افغان زده کوونکو ته ۳،۰۰۰ بورسونه اعلان کړي.

د پاکستان حکومت د افغان زده کوونکو لپاره د کلنیو سکالرشېپونو د ازموینې نېټه ځنډولې.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق د جنورۍ پر ۱۰مه پر ټوېټر ليکلي چې دا امتحانونه د جنورۍ له ۱۵مې څخه تر ۱۹مې کېدل خو اوس ښايي په فبرورۍ کې وشي چې وروسته به یې په اړه نور معلومات خپرېږي.

نوموړي د دې ځنډ لامل نه دی ښوولی.

د صادق په خبره، هر کال ورکول کېدونکي دې سکالرشېپ لپاره دا ځل ۲۲،۰۰۰ افغانانو غوښتنليکونه ورکړې دي.

د کابل یو زده کوونکی مطیع الله حکیمي چې د اسلام اباد په نړیوال اسلامک پوهنتون کې په څوارلسم کې په خپله خرڅه زده کړې کوي، وايي او اوس يې د شپاړسم لپاره دغه سکالرشېپ ته غوښتنلیک ورکړی دی او که یې وشو نو خپلې لوړې زده کړې به په ښه توګه ترسره کړي.

د نوموړي په وینا دا مهال مالي ستونزې لري.

د مېدان وردګو محمد بصیر کریمي بیا د اسلام اباد په بحریه پوهنتون کې پر سکالرشېپ دی. دی زیاتوی چې د بورس په دغه پیسو د خپلو زده کړو، استوګنې او د جیب خرڅه پوره کوي.

د پاکستان حکومت وخت په وخت افغان زده کونکیو ته د لوړو زده کړو لپاره بورسونه (سکالرشېپونه) ورکوي او سږ کال یې هم د ملک په بېلابېلو پوهنتونونو کې د افغان زده کوونکو لپاره ۳،۰۰۰ سکالرشېپونه اعلان کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG