د انډونیزيا د هوايي کمپنۍ - شري ویجایا اییر- په سمندر کې د مسافر وړونکې هغې الوتکې ملبه او انساني اعضاء موندلي چې د دې هېواد له پلازمېنې جکارتې تر پورته کېدو وروسته غورځېدلې وه.
دا الوتکه د جنورۍ پر اتمه د -کالي منتان - په نامه ښار ته روانه وه او د کارکوونکو په ګډون ۶۲ کسان کسان پکې سپاره وو.
د چارواکو په وینا، دا الوتکه تر پورته کېدو څلور منټه وروسته له رېډاره ورکه شوه.
د اواز په ذریعه د سګنلو ترلاسه کوونکې آلې له لارې انډونیزیايي چارواکو ته معلومه شوې چې دا الوتکه په جاوا سمندر کې ۲۵ میټره لاندې پرته ده.
له هغې وروسته د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې د انساني بدن او الوتکې برخې ترلاسه شوې دي.
چارواکي دا مهال د الوتکې معلومات ریکارډ کوونکي تورې بکسې - بلېک باکس - په لټه کې دي او هیله لري چې دغه به د دې پېښې سبب معلومولو کې مرسته وکړي.
په انډونیزیا کې تر دې وړاندې په ۲۰۱۸ م کال کې د یوې بلې کمپنۍ (لاین اییر بوینګ) مسافر وړونکې الوتکه غورځېدلې وه چې د کارکوونکو په ګډون ۱۸۹ کسان پکې وژل شوي وو.