د پاکستان د روغتيا څانګې وېبپاڼې تر مخه دغه وایرس په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۲،۰۰۷ کسان وهلي چې دا ډول په دې هېواد کې په کورونا وايرس د اخته کسانو ټول شمېر نېږدې پنځو لکو ته رسېدلی دی.
د جنورۍ تر نهمې له دې وايرسه په پاکستان کې ۱۰،۵۹۸ کسان مړه شوي خو تر څلورو لکو او ۵۵ زرو زیات ترې بېرته رغېدلي هم دي.
په پاکستان کې د کورونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې په سېند صوبه کې مخې ته راغلې دي خو تر ټولو زیات کسان یې په پنجاب کې مړه کړي دي.