د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ نور ۴۷ تنه مړه شوي


په پاکستان کې د کورونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې په سېند صوبه کې مخې ته راغلي خو تر ټولو زیات کسان یې په پنجاب کې مړه کړي دي.
په پاکستان کې د کورونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې په سېند صوبه کې مخې ته راغلي خو تر ټولو زیات کسان یې په پنجاب کې مړه کړي دي.

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتو کې د کورونا وايرس ناروغۍ له کبله ۴۷ کسان مړه شوي دي او شاوخوا ۲،۵۰۰ نوي کېسونه مخې ته راغلي دي.

د دې ناروغۍ په اړه د پاکستان رسمي ويبپاڼه ليکي په پاکستان کې تروسه د دې ناروغۍ څخه د مړو شمېر ۱۰،۵۵۸ ته رسېدلې دې.

په پاکستان کې تراوسه ۴،۹۷۵۰۰ زيات کسان په کورونا وايرس ناروغۍ اخته شوي خو تر ۴،۵۴۰۰۰ پورې کسان ترې بيرته رغيدلي دي.

په پاکستان کې د کورونا وایرس تر ټولو زیات ۲،۲۳۰۰۰ پورې کېسونه په سند صوبه کې مخې ته راغلي خو تر ټولو زیات ۴،۲۲۱ کسان یې په پنجاب کې مړه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG