د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانانو ته سوله د هوا او اوبو په څېر اړینه ده.
نن (د جنورۍ پر ۷مه) په ننګرهار کې د خلکو يوې غونډې ته اشرف غني وویل، جمهوریت د ټولو افغانانو ګډه پانګه ده، چې د ساتلو او ثبات لپاره یې د ګډ کار اړتیا ده.
د نوموړي وينا وه له جګړې د وتلو لپاره موږ حاضر یو چې طالبان په خپله غېږ کې ونیسو، خو دوی دې هم واقعیت ومني، چې اوسنی افغانستان د ۱۹ کاله وړاندې افغانستان نه دی.
طالبانو تر دې دمه د اشرف غني د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.
له ولسمشر غني سره په دې سفر کې د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او ځینې نور جګپوړي چارواکي ملګري وو.