د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین ته د کووېډ -۱۹ د سرچینې معلومولو په موخه د ساينسپوهانو ورتک ځنډولی


د ډبلیو اېچ او د بیړنیو چارو مشر مایکل ارین په حواله ویل شوي چې د سفر د ځنډېدو وجه د ویزو نه منظوري ده.
د ډبلیو اېچ او د بیړنیو چارو مشر مایکل ارین په حواله ویل شوي چې د سفر د ځنډېدو وجه د ویزو نه منظوري ده.

چین د صحت نړیوالې ادارې ( ډبلیو اېچ او) د کورونا وایرس د اصلي سرچینې معلومولو په موخه د نړیوالو څیړونکیو یوې ډلې ووهان ته داخله ځنډولې ده.

د ډبلیو اېچ او مشر تېدروس ایدېنوم ګیبرېیسس د جنورۍ پر پنځمه ویلي، هغه “ډېر مایوسه” شوی چې چینايي چارواکو تراوسه ساینسپوهانو ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړې.

نوموړي زیاته کړه، دوو ساینسپوهانو وار له مخه سفر پیل کړې او نور له سفره په اخري شیبو کې پاتې شول.

ګیبریسیس خبریالانو ته ویلي، دا یې واضحه کړې چې د څیړونکیو د ډلې ماموریت ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان لومړیتوب دی.

هغه دا هم وویل، چین ورته باور ورکړی وو چې د امکان تر حده به د دې کسانو د ورتګ لپاره داخلي عمل چټکوي.

بلخوا د ډبلیو اېچ او د بیړنیو چارو مشر مایکل ارین په حواله ویل شوي چې د سفر د ځنډېدو وجه د ویزو نه منظوري ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر شپږمه ویلي چې د څیړونکیو د سفر لپاره د نیټې ټاکلو او انتظاماتو په اړه خبرې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG