د افغانستان لومړي مرستیال ولسمشر امرالله صالح اعلان کړی چې په کابل کې د ترهګرو او د غلو د فعالیتونو مخنیوي لپاره به په ټول ښار کې جدیدې امنیتي کېمري لګوي.
نوموړي د جنورۍ پر شپږمه پر فیسبوک ولیکل چې دا منصوبه د ناټو په مرسته کېږي او پر دې به له ۱۰۰ میلینو ډالرو څخه زیاته لګښت راځي.
د دې منصوبې په اړه ناټو یا د هغوی ماموریت لا څه نه دې ویلي.
دا اعلان په داسې وخت کې شوی چې د کابل په ګډون په افغانستان کې د تشدد پېښې دوام لري.
دا حالات هغو هڅو ته هم ګواښونه جوړوي چې د افغانستان د نېږدې دوه لسیزې جګړې ختمولو لپاره روانې دي.