د لاسرسي ځای

تازه خبر

هزاره وروڼه دې خپل مړي ښخ کړي، ژر کوټې ته ورځم: عمران خان


په کوټه کې پر احتجاج ناستو مېرمنو د یوه ځوان تصویر نیولی چې په مچ کې وسله والو له خپلو نورو نهه تنو ملګرو سره د جنورۍ پر درېېمه نېټه وواژه.
په کوټه کې پر احتجاج ناستو مېرمنو د یوه ځوان تصویر نیولی چې په مچ کې وسله والو له خپلو نورو نهه تنو ملګرو سره د جنورۍ پر درېېمه نېټه وواژه.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي چې په کوټه کې پر پرلت ناستو هزاره ګانو له غمه او غوښتنو خبر دی او په راتلونکي کې به د دا ډول حملو مخنیوي لپاره اقدامات کوي.

نوموړي نن ( د جنورۍ پر شپږمه) پر ټویټر لیکلي دي چې شییعه هزاره ګان دې خپل مړي ښخ کړي او دی به ډیر ژر یو وارې بیا له هغوی سره د لیدولو لپاره ورشي خو وزیراعظم کوټې ته د ورتګ نېټه نه ده یاده کړې.

نوموړي دا خبرې په داسې حال کې کوي چې په کوټه کې د خپلو ۱۰ مړیو ترڅنګ ناستو هزاره ګانو احتجاجي پرلت نن پر څلورمه ورځ هم دوام لري. دوی وايي تر هغې به خپل مړي نه ښخوي چې حکومت ورته د بشپړ امنیت ډاډ نه وي ورکړې.

دغه ۱۰ تنه شییعه هزاره ګان کانکېندونکي د جنورۍ د دوهمې او درېیمې په منځنۍ شپه د بلوچستان په مچ سیمه کې وسله والو په ډزو وژلي ول. وروسته یې داعش نومې وسله والې ډلې د وژنو ذمه واري منلې ده.د بلوچستان صوبايي وزیرانو او د پاکستان کورنیو چارو وفاقي وزیر شیخ رشید احمد هم دې احتجاجیانو ته ورغلی وو او هغوی ته یې د امنیت د ډاډ ورکولو تر څنګ له دوی څخه د احتجاجي پرلت ختمولو غوښتنه کړې وه، خو پرلتوال وايي چې تر څو د پوره امنیت ډاډ نه وي ورکړل شوی، دهرنه نه ختموي.

بلخوا د بلوچستان سوداګرو د مچ پېښې پرضد د جنورۍ پر اوومه نېټه د کوټې په ګډون د صوبې په ټولو لویو ښارونو کې هړتال اعلان کړی دی.

دا راز د کراچۍ په بېلا بېلو برخو کې هم له هزاره ګانو سره د یوالي لپاره احتجاجي پرلتونه پیل شوي او ګډونوال یې وايي، چې د کوټې تر احتجاجي پرلته به پر احتجاج وي.

د کوټې هزاره ګانو له تېرو څه نا څه دوو لسیزو راهیسې بیا بیا د ترهګرۍ ښکار کېږي چې پکې په سلګونه وګړي مړه او ژوبل شوي دي. د پرله پسې بدامنۍ له لاسه د کوټې لوی شمېر هزاره ګان یا خو د پاکستان د نورو ښارونو ته یې بهرنیو هېوادونو ته پناه وړې ده.

ولې مو وژنئ

په کوټه کې د مشال راډیو خبریال ایوب ترین له ځینو هغو ښځو سره خبرې کړې چې د کورنۍ غړي یې د مچ پېښه کې وژل شوي دي.

د کلثوم بي بي ورور د مچ په پېښه کې وژل شوی دی، دا وايي، ''دوه کاله وړاندې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ویلي ول چې په راتلونکې کې به نور د هزاره وګړو هدفي وژنې نه کېږي. نو بیا یې زموږ خلک په کوم جرم او ولې وژلي دي. هغه قصور دې موږ ته راوښيي. چې له امله یې نن ټوله هزاره ولس احتجاج ته اړ شوي دي. اوس پکار دي چې وزیراعظم عمران خان دلته راشي او وګوري چې د وژل شوو کسانو میندې خوندې او د کورنۍ غړي په کوم حالت کې دي، او کومو خلکو چې داکار کړی دی، که په هغوی کې غیرت او همت وای نو پکار وو چې مخامخ راغلي وی. دغه د شا لخوا وار یې نه وی کړی لکه څنګه چې یې زما ورور وژلی دی.''

د کور مې درې تنه شهیدان شول

یوه بله مېرمن زهره وايي چې د دې د کور درې تنه شهیدان شوي دي، په هغه کې یو عزیز، دوهم چمن علي او درېم نسیم دی. دا وايي، چمن علي یې سکه ورور وو او عزیز او نسیم یې د کاکا زامن ول.

دا زیاتوي: ''زه غواړم چې عمران خان ژر ترژر دلته راشي او زموږ حساب دي وکړي او زموژ قاتلان دې موږ ته په لاس راکړي. یخني چې څومره زیاتیږي، زموږ حوصلې هم دومره پخیږي اوس خو ۳ ورځي د پرلت شوي دي، که درې میاشتې وي خو بیا به هم دلته ناست یوو.''

بېګا شپه په منفي ۱۰ یخني کې ناست وو

د هزاره ټاون یوه بل مېرمن بسیره وايي، یوازینۍ غوښتنه یې دا ده چې وزیر اعظم عمران خان صاحب دلته راشي او دوی ته باور ورکړي چې نور به د هزاره قام وګړو هدفي وژنې نه کېږي.

دا وايي: (په دومره ناترسۍ خو څوک حیوانان نه حلالوي لکه څنګه چې یې زموږ له خلکو غاړې پرې کړې وې. دا خو د ټوله انسانیت قتل دی. موږ دلته په شوق نه یو ناست او تېره شپه دلته یخني منفي ۱۰ وه. خو بیا هم سپینسرې، سپینږیري، ښځې، او ځوانان په شنه یخ کې له مجبورۍ دلته ناست وو. موږ ته مو قصور راوښیئ چې کله مې په هدفي بریدونو کې وژني او کله مو په بمي چاودونو کې وژني او کله مو له بسونو څخه کشته کړي او بیا مو ووژني، خو دا ټوله به تر کله پوري وي. نو ځکه زموږ دهرنه یا پرلت به تر هغو روان وي چې تر څو عمران خان دلته نه وي راغلی او زموږ غوښتنې یې نه وي اورېدلې او زموږ پوښتنې یې نه وي جواب کړې.)

''د مېرمن بسره په وینا له حکمرانانو او وزیر اعظم څخه خپل حق غواړي، دا زیاتوي د دې ملک د یوه ښهري یا د یوه انسان په توګه یې د ژوند کولو حق شته او که نه؟

موږ د دې پوښتنو حق لرو ځکه چې عمران خان صاحب زموږ په ووټ وزیراعظم جوړ شوی دی او زموږ لپاره وزیر اعظم جوړ شوی دی، د ځان لپاره خو نه دی جوړ شوی؟

دلته راشه د خپلو ښاریانو همدرد جوړ شه، یوازې وزیر اعظم مه جوړېږه ځکه چې زموږ وزیر اعظم نه دی پکار. که حکومت وغواړي چې مجرمان ونیسي نو په یوه ګنټه کې یې نیولی شي خو هغه نه غواړي ولي نه غواړي دا موږ ته نه ده معلومه؟

کله مو د هزاره په نامه وژني، کله مو د شییعه په نامه وژني، خو دغه ډول په بېدردۍ سره وژل د پاکستان په تاریخ کې نه دي شوي.''

د کوټې په هزاره ټاون کې په سلګونو ښځو د مچ پېښې پرضد پرلت وهلی. ۲۰۲۰، ۵ جنوري
د کوټې په هزاره ټاون کې په سلګونو ښځو د مچ پېښې پرضد پرلت وهلی. ۲۰۲۰، ۵ جنوري

د مچ پېښه

د اتوار په ورځ د مچ د لېویز چارواکو ویلي ول چې وسله وال د دې مزدورانو استوګنځي ته ننوتي، د هغوی لاس او پښې یې ورتړلي‌ او بیا یې په ډزو وژلي دي. د دوی په وینا په دې پېښه کې څلور نور کسان ټپي شوي هم دي.

مچ له کوټې څخه ۶۰ کلومیټره لرې سهېل ختیځ لور ته پروت ښارګوټی دی. هلته د سکرو کانونه دي چې زیاتره پکې د نورو سیمو خلک کار کوي.

د مچ په ګډون د بلوچستان په بېلا بېلو بلوڅ مېشتو سیمو کې وخت نا وخته داسې پېښې کېږي.

د داسې وژنو دوه اړخونه وي. په ځینو پېښو کې ازادي غوښتونکي‌ بلوڅ وسله وال ذمه واري واخلي‌ خو هغه زیاتره وخت هغه خلک په نښه کوي چې تعلق یې له پنجاب صوبې سره وي.

په بلوچستان کې فرقه ییزې وژنې هم ډېرې کېږي چې زیاتره وخت پکې هزاره ګان په نښه کېږي. د داسې پېښو ذمه واري بیا زیاتره وخت فرقه ییزې وسله والې ډلې ومني.

XS
SM
MD
LG