په کراچۍ کې وحدت المسلمین او امامیه سټوډنټس ارګنایزیشن د بلوچستان په مچ کې د کان کېندونکو پر وژنه، د جنورۍ پر پنځمه احتجاج پیل کړ او پرلت یې وغځاوه.
هغوی د کراچۍ په درو ځایونو کې د احتجاج په توګه پرلت وهلی دی.
د دواړو ډلو مشرانو له حکومته غوښتنه کړې چې د پېښې تر شا لاس لرونکي کسان دې ژر ونیسي.
د جنورۍ د دوهمې او درېيمې نېټې په منځنۍ شپه د بلوچستان په مچ سیمه کې وسله والو ۱۱ کانکېندونکي ووژل او څلور یې ټپیان کړل.
د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر وايي، د مچ د پېښې تر شا لاس لروونکي به په هېڅ قیمت نه پرېږدي.
شېخ رشید احمد د جنورۍ پر څلورمه کوټې ته ورغلی وو او هلته یې د پېښې پر ضد د پرلت لپاره ورټولو شویو هزاره ګانو ته دغه څرګندونې کړې دي.
شېخ رشید پرلتوالو ته وویل، وفاقي حکومت به د هر وژل شوي کس کورنۍ ته یو میلیون او صوبايي حکومت به یو نیم میلیون روپۍ ورکوي.
نوموړي د هزاره ګانو مشرانو ته په اسلام اباد کې له وزیراعظم عمران خان سره د ملاقات بلنه ورکړه.