د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د هزاره ګانو احتجاجي پرلت روان دی


په کوټه کې د هزاره ګانو احتجاجي پرلت روان دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:00 0:00

د بلوچستان په مچ کې د وژلیو هزاره ګانو کورنیو د مړو له ښخولو انکار کړی او سلګونه کسانو د جنورۍ پر پينځمه هم احتجاجي ناستې ته دوام ورکړ. د حملې ذمه واري اسلامي دولت ډلې منلې. چارواکي وايي، د جنورۍ پر درېیمه د وسله والو په برید کې ۱۱ کان کیندونکي ووژل شول. د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د جنورۍ څلورمې پر ماخوستن د کوټې پر غربي بای پاس سړک پرلتوالو ته ورغلی وو او ورته یې وویل چې د پاکستان حکومت یې د خوندیتوب هڅې کوي او د امنیت غوښتنې یې مني. پرلتوال وايي، وزیراعظم عمران خان دې ورشي او ورته دې د هغوی د امنیت ضمانت ورکړي. دا مظاهره کوونکي په سخته یخنۍ کې ناست دي او د وژلیو کسانو ویر کوي. ویډیويي رپورټ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG